ستاسې غږ:  کورنۍ او د ماشومانو زېږون څنګه تنظيمېدی شي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: کورنۍ او د ماشومانو زېږون څنګه تنظيمېدی شي؟

دا اوونۍ نړۍ د وګړو ورځ لمانځله. کيسه يې هم د ۱۹۸۷ کال د جولای له ۱۱ مې سره تړاو لري، چې د نړۍ د وګړو شمېر په کې پنځو ميليارډو ته رسېدلی و.

د نړۍ د وګړو ورځ لومړی ځل د ۱۹۹۰ کال د جولای پر ۱۱ مه له ۹۰ زياتو هېوادونو کې ولمانځل شوه، او بيا د همدې کال دسمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د يوه پرېکړه ليک له لارې وپتېيله چې دا ورځ به هر کال د جولای پر ۱۱ مه لمانځي.

د دې ورځې لمانځلو موخه له چاپېريال او پرمختيا سره یې د اړيکو په ګډون د وګړو د مسئلو په اړه د پوهاوي لوړول دي.

سږنی کال دا ورځ د کورنۍ پلانولو له سرمشريزې سره هماله لمانځل کېده. تېرو دېرشو کلونو کې اوس د نړۍ د وګړو شمېر اوو ميليارډو ته رسېدلی دی.

ستاسې غږ خپرونه کې پر دې خبرې کوو، چې کورنۍ او د ماشومانو زېږون څنګه تنظيمېدی شي؟ د کورنۍ لپاره یې د ماشومانو زياتوالی څومره ستونزه او څومره ښېګڼه ده؟