عبدالله: ځینې هېوادونه ترهګرو ډلو کې توپیر سره لوی تاوان کوي

د انځور حقوق Abdullah abdullah/facebook
Image caption عبدالله عبدالله وايي د لنډ مهال لپاره د یوې وسلوالې دلې غوره بلل راتلونکي کې لوی تاوان لري.

د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله د افغانستان او منځنۍ اسیا څلورمه ناسته کې وویل، تېرو کلونو کې له ترهګرۍ سره په سیمه ییزه مبارزه کې ډېرې نیمګړتېاوې پېښې شوې او له امله یې یوازې یو نه بلکې ټول زیانمن شوي دي.

د هغه په خبره، د سیمې ټول خلک د ترهګرو ډلو په منځ کې دي، خو له ترهګرۍ سره د مبارزې ډېره برخه د افغان ولس پر اوږدو بار ده.

"که څوک له قفقاز راځي او زموږ سره جګړه کوي، مشکل یې له موږ سره څه دی؟ ستونزه یې بل چرته ده".

* پوتین منځنۍ اسیا ته د افغان ناامنیو له غځېدو وېره لري

* له روسیې سره د طالبانو اړیکه؛ بله 'ستره لوبه' پیلېږي؟

ښاغلي عبدالله په دې برخه کې پر همکارۍ هم نیوکه وکړه.

"همکاري په ځینې برخو کې کمه ده، په ځینې برخو کې نشته او ځینې برخو کې چې د ترهګرو ملاتړ کېږي له ننګونو سره مخ ده".

که څه هم ډاکټر عبدالله عبدالله د کوم هېواد نوم وانه خیست، خو افغان چارواکي تر ډېره پاکستان د وسلوالو ډلو پر ملاتړ تورنوي.

دوی وايي، که اسلام اباد د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو ډلو ملاتړ پرېږدي، نو د ترهګرۍ ضد جګړه به هم نتیجه و رکړي.

له طالب داعش غوره بلل

ر د انځور حقوق .
Image caption ایران او روسیه د داعش په مقابل کې د طالبانو په ملاتړ تورنېږي.

د افغانستان اجرایه رییس وايي، افغانستان له سوله ییز سیاست سره سره د "ترهګرو" ډلو ترمنځ توپیر نه کوي، خو ځینې هېوادونه د لنډ مهالو ګټو لپاره د طالب او داعش ترمنځ توپیر کوي.

"له یو څخه بل غوره بولي، دا تېروتنه ده او بیه یې لویه ده".

هغه وویل، یوه "ترهګره" ډله چې موخه یې د منځنۍ اسیا یو هېواد دی په افغانستان کې فعاله ده او بې ګنا افغانان وژني.

"دا زمینه ولې برابره شوه؟ ځکه چې طالبانو افغانستان نارام کړی دی او هغه هم د یو هېواد د ګټو د پرځایښت لپاره، نور مسله روښانه ده".

* په افغانستان کې نوې "لویه لوبه"

* په افغانستان کې د طالبانو جګړې ولې زور اخيستی؟

عبدالله عبدالله په دې برخه کې هم د کوم ځانګړي هېواد نوم نه اخلي، خو امریکايي چارواکي وايي، چې ایران او روسیه د داعش سره د مقابلې په پلمه د طالبانو ملاتړ کوي.

خو روسي چارواکو له طالبانو سره د وسلو د ملاتړ دا ډور څرګندوې رد کړې دي، مګر وايي، چې د سولې لپاره له دې ډلې سره تماس لري.

د افغانستان اسیا څلورمه ناسته

د انځور حقوق Aiss
Image caption دا ناسته په داسې مهال ده چې افغانستان له منځنۍ اسیا سره د اقتصادي اړیکو د ښه کولو هڅه کوي.

د افغانستان او منځنۍ اسیا څلورمه دوه ورځنۍ ناسته د جمعې په ورځ په بامیان ولایت کې پیل شوه.

په دې ناسته د سیمې هېوادونو چارواکي او کارپوهان له ترهګرۍ سره د مبارزې د همکارۍ پر څرنګوالي بحث کوي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز دا ناسته جوړه کړې او مشر یې داود مرادیان وايي، دا ډول غونډې د سیمې هېوادونو خپلمنځي پېژندګلوي او له ترهګرۍ سره مبارزه کې همکارۍ ته هڅوي.

دا ناسته په داسې مهال ده چې افغانستان له منځنۍ اسیا سره د اقتصادي اړیکو د ښه کولو هڅه کوي.

ورته مطالب