"اوسنۍ قضايي ادارې د دوستم د عدلي تعقیب واک نه لري"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دوستم دا مهال په تورکیه کې دی.

د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم دفتر وایي اوسني عدلي او قضایي ارګانونه له قانوني پلوه د ښاغلي دوستم د عدلي تعقیب واک نه لري.

دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ لویې څارنوالۍ بي بي سي ته وویل، د جنرال دوستم دوسیه یې محکمې ته سپارلې ده.

پر جنرال دوستم د جوزجان پخواني والي او د نوموړي سیاسي سیال احمد اېشچي تور پورې کړی چې نوموړي او ساتونکو یې ناوړه جنسي چلند ور سره کړی دی.

خو اوس د ملي جنبش ویاند بشیر احمد ته ینج وايي، که حکومت غواړي جنرال دوستم پر ځان د لګول شویو تورونو سپیناوی وکړي، باید له اساسي قانون سره سم ځانګړې محکمه ورته جوړه کړي.

د عبدالرشید دوستم ویاند بشیر احمد تهینج وایي، پر ښاغلي دوستم لګول شوي تورونه بې بنسټه دي او په حکومت کې د ننه یوشمیر کسان د هغه پر ضد سیاسي توطئه مخ ته

"د یوه کس له تهمتونو ډکه ادعا باید دومره لویه نه شي، بله دا چې جنرال دوستم په یوه ټاکنیز ټکټ کې له ولسمشر سره واک ته رسیدلی دی، نو د ده عدلي تعقیب ځانته شرایط لري، مونږ اوسنیو محکمو ته چې د جنرال دوستم د محاکمې واک نه لري نه حاضریږو".

د هغه په خبره، په دې اړه باید د ولسي جرګه دوه ثلثه پریکړه وکړي، لویه جرګه او ځانګړې محکمه جوړه شي: "که داسې یو پروسیجر وي، مو چمتو یو که نه نور موضوعات غیر قانوني دي".

د افغانستان اساسي قانون څه وايي؟

ر د انځور حقوق .
Image caption احمد اېشچي د دوستم سیال.

د افغانستان د اساسي قانون په ۶۹مه ماده کې د ولسمشر د قضایي خوندیتوب خبره شوې خو د مرستیالانو د قضایي خوندیتوب په اړه یې څه نه دي ویلي شوي.

په دغه ماده کې راغلي، که پر ولسمشر د بشري سرغړونو او خیانت تور پورې کیږي، باید د ولسي جرګې دوه ثلثه د موضوع د تعقیب غوښتنه وکړي او بیا په یوه میاشت کې لویه جرګه وغوښتل شي او که لویه جرګه هم دا پریکړه وکړي چې تورن دې تعقیب شي، بیا نو ځانګړې محکمه ورته جوړیږي.

د جنرال عبدالرشید دوستم دفتر اوس دغه ماده د ښاغلي دوستم پر ګټه هم تفسیروي او وایي، ښاغلی دوستم له ولسمشر سره په یوه ټاکنیز ټکټ کې واک ته راغلی دی.

تراوسه معلومه نه ده چې محکمه به د ښاغلي دوستم د حقوقي قضیې په اړه څه پریکړه کوي.

د دوستم د قضیې پرمختګ

د انځور حقوق MOHAMMAD MOHAQEQ/FB
Image caption جنرال دوستم څه مهال مخکې د بلخ له والي، د بهرنیو چارو وزیر او د اجراییه ریاست له دویم مرستیال سره ایتلاف جوړ کړ.

د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم په هکله دا پرمختیا له هغه وروسته ده چې تېره چهارشنبه اشرف غني وویل، جنرال دوستم د لویې څارنوالۍ په اجازه بهر ته تللی او په دغه دوسیمه کې پرمختګ شوی دی.

د نوموړي له دې خبرو وروسته بي بي سي ته د لویې څارنوالۍ ویاند وویل، چې د اېشچي په تړاو د جنرال دوستم دوسیه یې محکمې ته سپارلې ده.

خو د دوستم دفتر د ولسمشر غني دا څرګندونې رد کړې چې نوموړي د لویې څارنوالي په اجازه بهر ته تللی دی.

په ورته مهال د امریکا سفارت وویل، چې نړیواله ټولنه او افغان ولس د اېشچي په تړاو د دوستم د دوسیې تعقیبېډل غواړي.

اروپايي ټولنې هم د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د جنرال دوستم دغې قضیې ته باید په وخت رسیدګي وشي او په منصفانه ډول پر مخ بوتلل شي.

ښاغلی دوستم دا مهال په ترکیه کې دی، خو ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، هغه د لوی څارنوال په اجازه د درملنې لپاره هلته تللی دی. د جنبش مسئولین وایي، ډیر ژر به ښاغلی دوستم بیرته هیواد ته راستون شي.

ورته مطالب