ننګرهار کې یو افغان شاعر او ملګری یې وژل شوي

بشري د انځور حقوق FB, Kagawal Basharee

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې وسله والو کسانو یو شاعر او یو بل ولسي وګړي په ډزو وژلي دي. د ننګرهار چارواکي وایي، ولسي شاعر عصمت الله بشري نن له غرمې وړاندې د خوګیاڼو ولسوالۍ په زوړو بازار سیمه کې وژل شوی.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، برید د بې غږه تفنګچې په وسیله شوی او بریدګر له سیمې تښتېدلی او پولیس یې په لټه کې دي.

له دغه شاعر سره د بل وژل شوي ولسي وګړي هویت لا نه دی څرګند او تراوسه چا د دغو وژنو مسوولیت نه دی منلی.

سعودی لیکوال چې پاچا ته یې "خدايي صفتونه" کارولي

د پخواني شوروي مشهور شاعر یوګیني یوتوشینکو ومړ

د مشال خان خويندي اوس په کلي کې زده کړې نشي کولی

Image caption له عصمت الله بشري سره د بل وژل شوي ولسي وګړي هویت لا نه دی څرګند.

عصمت الله بشري کږه وال د خوږياڼو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی شاعر و.

د هغه وژل کېدو په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه راپارولي او پر ولایتي ادارې نیوکه شوې چې د هدفي وژنو مخنیوي کې پاتې راغلې.

دا په تېره یوه اونۍ کې په ننګرهار کې د هدفي وژنو څلورمه پېښه ده. دغه وضعیت د ننګرهار اوسېدونکي اندېښمن کړي.

اړونده مطالب