د ۱۲۰۰ ماینونو شنډوونکی افغان پولیس د ماین چاودنه کې ووژل شو

ظاهرجان
Image caption ظاهر جان پنځه کاله مخکې واده کړی و او د نوموړي څخه یو درې کلن زوی او یوه پنځه کلنه لور پاتې شوي دي.

د سلګونو ماینونو شنډوونکی افغان پولیس سرتېری ظاهر جان وړمه ورځ په خپله د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

۲۸ کلن ظاهر جان د خاص روزګان اوسېدونکی و او له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې د پولیسو د انجنیرۍ د ډلې مشري کوله.

ظاهر جان د خپلې کورنۍ دوهم غړی دی، چې د وسله والو له خوا د خښ کړل شوي ماین قرباني کېږي.

د نوموړي کشر ورور داود، چې ۲۴ کلن دی درې کاله وړاندې یې د ماین په یوه چاودنه کې دوې سترګې ړندې شوې.

ښاغلی داود، چې د ماین شنډولو برخه کې مسلکي زده کړې کړې دي او یو مهال په سترګو روغ و، دده په خبره نژدي ۱۹ سوه ماینونه یې شنډ کړي دي.

دی وایي، که څه هم ورور یې د ماین شنډولو مسلکي زده کړې نه درلودې خو دده په خبره ده په دې برخه کې روزلی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هر کال ګڼ شمېر ولسي وګړي د سړک د غاړې د ماینونو له امله خپل ژوند او د بدن غړي له لاسه ورکوي.

ښاغلی داود زیاتوي:" ظاهر جان زما تر ټپي کېدو وروسته خپله دغه مسولیت ته ودرېد او هغه تجربه، چې ترلاسه کړې یې وه تر دې مهال یې ۱۲۴۷ ماینونه شنډ کړي ول."

وسله والو طالبانو تر ډېره په هغو سیمو کې چې د حکومتي ځواکونو یې نیسي ځمکني ماینونه خښوي.

دوی دا کار له دې وېرې کوي چې د افغان ځواکونو له خوا د سیمې د بیا نیولو هڅې ټکنۍ کړي.

د روزګان د امنیت امر عبدالقوي عمري وایي، ظاهر جان د دوی د انجنیري ټیم یو زړور سرتېری و، چي دده په خبره د ماینونو په شنډولو کې یې ځانګړی مهارت درلود.

ښاغلی عمري وايي:"په هغه ورځ زه ورسره وم، یو ماین مو شڼد کړ دوهم ماین ته چې کله ورسېدو وسله والو طالبانو هغه ماین د لمریزې برېښنا د یوې کوچنۍ تختې سره وصل کړي و، کله چي د هغه تختې څخه یې خاورې لېرې کړې چاودنه رامنځته شوه او ظاهر جان په کې ووژل شو."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو شمېر افغان سرتېرو د ماین شنډولو روزنه لیدلې نه ده خو د خطر په منلو ماینونه شنډوي.

وسله وال طالبان په سویلي ولایتونو کې د ماینونو د بېلابېلو ډولونو او پېچلي تاکتیکونو څخه کار اخلي.

د ظاهر جان ورور داود وایي، ورور یې په تش لاس او د امکاناتو په نه شتون کې ماینونه شنډول.

دی وايي: "د انجنیرۍ ډلې ته هغه وسایل چې د ماین شنډولو لپاره اړین دي په واک کې نه لري، ظاهر جان د ماین موندلو هغه لومړنۍ اله هم نه درلوده".

ښاغلی داود ګیله من دی چې نه تر ټپي کېدو او نه هم د ورور له وژل کېدو وروسته چا له ده سره مرسته کړې.

ظاهر جان پنځه کاله مخکې واده کړی و او د نوموړي څخه یو درې کلن زوی او یوه پنځه کلنه لور پاتې شوي دي.