ډيورنډ لاين: نړيواله پوله که د بېلتون کرښه؟

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ کرښې ( Durand Line) پر لانجه ځانگړي پروگرامونه

د انځور حقوق Google

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ لاين په نامه پوله له پخوا راهيسي لانجمنه پاته شوې ده.

پاکستان دا کرښه له افغانستان سره خپله نړيواله پوله بولي خو افغانستان دا کرښه د يوې پولې په توگه په رسميت نه ده پېژندلې.

په سيمه کې د روانو پيښو له کبله په دې موضوع کې بيا د خلگو ليوالتيا ډېره شوې ده او د ډيورنډ کرښه يو ځل بيا د خپرنيو/رسنيو تر څنګ په ځينوعلمي او سياسي کړيو کې هم د بحث موضوع گرځېدلې ده.

زموږ همکار داود اعظمي د ۲۰۰۷م کال د جنوري په مياشت کې د ډيورنډ کرښې پر موضوع درې ځانگړي پروگرامونه جوړکړي ول، چې اوس يې بيا خپروو او تاسي يې پر لاندي لينکونو اورېدلای شئ.

۱. لومړی پروگرام

ډيورنډ کرښه ولې او څنګه جوړه شوه؟ د افغان او پاکستاني حکومتونو رسمي دريځونه څه دي؟ پښتانه ملتپال ګوندونه څه نظرونه لري؟

په دې پروګرام کې له دغو کسانو سره خبرې شوې دي:

افراسياب خټک، عبدالرحيم مندوخېل، افضل خان لالا، جنرال مرزا اسلم بېګ، ډاکتر حامد حسين، پروفيسر رسول امين، قدرت الله حداد، ډاکتر حسن کاکړ، ډاکتر عظمت حيات او بارنېټ روبين.

۲. دوهم پروگرام

د ډيورنډ کرښې لانجه څنګه هوارېدلی شي؟ نړيوال څه رول لري؟ ګاونډي او لږکي څه وايي؟ د افغانستان او پاکستان چارواکي څه نظر لري؟

په دې پروګرام کې له دغو کسانو سره خبرې شوې دي:

حضرت صبغت الله مجددي، مولوي وکيل احمد متوکل، حامد کرزی، افضل خان لالا، بانېټ روبين، د امريکا او برتانيې د بهرنيو چارو د وزارتونو وياندان، علي احمد جلالي، سنېټر مشاهد حسين، افراسياب خټک، جنرال مرزا اسلم بېګ، لطيف پدرام، او قدرت الله حداد.

۳. دريم پروگرام

د ډيورنډ کرښې د لانجې د حل په اړه د بېلو خواوو نظرونه او وړانديزونه

په دې پروګرام کې له دغو کسانو سره خې شوې دي:

عزت الله واصيفي، قدرت الله حداد، مولانا فضل الرحمن، آفتاب احمد خان شېرپاو، حفيظ منصور، حبيب منګل، ډاکتر عظمت حيات، غلام سرور مهمند، رستم شاه مهمند، ډاکتر محمد اسحق بلوڅ، سردار عطا الله مېنګل، بارنېټ روبين، افراسياب خټک، علي احمد جلالي، انجينير احمدشاه احمدزی، ډاکتر حسن کاکړ او څو ولسي وګړي.

پاکستان ولې له افغانستان سره پر پوله کټارې او خنډونه جوړوي

افغانستان- پاکستان او د "تورونو لوبه"

په افغانستان کې نوې "لویه لوبه"