سعودي عربستان او اروپايي ټولنه له افغان ستنېدونکو سره ۱۱۰ میلیون ډالر مرسته کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان چارواکي د روان کال تر پایه به له یو میلیون ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، سعودي عربستان او اروپايي ټولنه له افغان حکومت سره د ستنېدونکو په برخه کې ۱۱۰میلون ډالر مرسته کوي.

دا مرسته پر هغو هغو افغان کډوالو وېشل کېږي چې له پاکستان او ایران خپل هیواد ته ستنېږي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سلاکار وايي دا پیسې به کډوالو ته د کورونو په جوړولو، پراختیایي پروژو په پلي کولو او خوراکي او ناخوراکي توکو پر برابرولو لګوي.

حفیظ احمد میاخېل بي بي سي ته وویل،چې د روان کال تر پایه به له یو میلیون ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شي:

"دوی کې هغه افغانان دي چې پاکستان کې د کډوالۍ اسناد لري او یا هم هغه کډوال چې اسناد نه لري".

* پاکستان بې اسناده افغان کډوال ثبتوي

* د اروپا هغه ټاپو چې خپله يې کډوال ور وغوښتل

افغانستان ته ستنېدونکي افغانان په کور د ننه له ډول ډول ستونزو سره مخ وي.

ډېری هغه افغانان چې په تېرو کلونو کې له ایران او پاکستان ستانه شوي، وايي، حکومت ور سره ډېرې ژمنې پر ځای نه کړې.

خو ښاغلی میاخېل وايي، د دې کډوالو د اړتیا پوره کولو لپاره پالیسي جوړه شوې، چې له مخې یې ۵۳۰ میلونه ډالره پکار دي.

د نوموړي په خبره، یو شمېر هېوادونو په دې برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې:

"سعودي عربستان ۳۰ میلون ډالر را کوي، اروپايي ټولنې د ۸۰ میلون ډالرو مرستې ژمنه کړې، یو شمېر نورو هېوادونو هم د مرستې ژمنه کړې، هند هم ننګرهار کې د ۴ زره اپارتمانونو د جوړولو ژمنه کړې ده".

د انځور حقوق FB
Image caption د کډوالو چارو وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي، ستنېدنکو د ستونزو اوارولو لپاره پالیسي جوړه شوې، چې د پلي کولو لپاره ۵۳۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د نوموړي په خبره، دا مرستې به ستنېدونکو ته د انساي خدمتونو او انکشافي او بنسټیزو پروګرامونو په برخه کې لګول کېږي:

"لکه دوی ته سرپنا برابرول، د دوی استوګنځیو کې د بنسټیزو پروژو پلي کول او دوی ته خوراکي او نا خوراکي مواد برابرول".

د کډوالو چارو وزارت سلاکار وايي، سعودي عربستان د کډوالو په برخه کې هر کال له پاکستان سره ۳۰ میلونه ډالره مرسته کوله، خو سږ یې دا ژمنه له افغان حکومت سره کړې او له دې وروسته به هر کال له افغانستان سره دا مرسته کوي.