ناټو: د دوستم الوتکې ته د ناستې لپاره د مرستې غوښتنه را نه وشوه

د انځور حقوق .
Image caption دوستم له څه مهال راهیسې په ترکیه کې اوسي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند بېل سلوین وايي، له دوی غوښتنه وشوه، چې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال دوستم الوتکې ته د ناستې اجازه لپاره مسولینو ته زنګ ووهي.

د نوموړي په وینا ناټو ځواکونو په ځواب کې وویل، چې دا کورنۍ مسله ده او ناټو په کې ښکېله نه ده.

ښاغلي سلوین په کابل کې د بي بي سي خبریال اسدالله لودین ته وویل، په مزار شریف کې د ناټو له قومندانۍ په تیلېفون دا غوښتنه شوې وه.

"له موږ غوښتنه وشوه، چې زنګ ووهو او د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال الوتکې ته د ناستې اجازه ترلاسه کړو، خو موږ رد کړه، ځکه دا زموږ دنده نه ده، چې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړو".

له دې مخکې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم دفتر دا خبر رد کړ چې ګویا د دوستم الوتکې ته د کېناستلو اجازه نه ده ور کړل شوې.

ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د دوستم الوتکې د تیلو لپاره په ترکمنستان کې ناسته کړې او نن سهار بېرته ترکیې ته ستنه شوې ده.

د لومړي مرستیال ولسمشر دفتر د اعلاميې په خپرولو سره ویلي، هېواد ته د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال د راتللو او بیا ترکیې ته د ستنېدلو خبر "ناسم" دی.

"د افغانستان اسلامي جمهوریت مرستیال اوس هم د ترکیې په انکره کې دی او تر څو راتلونکو ورځو یې هېواد ته د ستنېدلو پرېکړه نه ده کړې".

دوی دا اعلامیه له هغه وروسته خپروي چې ویل کېږي، د جنرال دوستم لېږدونکې الوتکې ته د بلخ په هوايي ډګر کې د کوزېدلو اجازه نه ده ور کړل شوې.

"دوستم توره تیاره کې ترکیې ته ولاړ"

''د دوستم د دفتر تنخاوې او لګښت نه دی ورکړل شوی''

د جنرال دوستم د زوی کوژدې مراسمو کې سیاسي ټلواله؟

دا هوايي ډګر په بلخ کې د جرمني د ځواکونو په لاس کې دی او امنیت یې ساتي.

دغو ځواکونو د یو ټوېټ په کولو سره دا خبر رد کړی و، چې د دوستم الوتکې ته یې د کېڼاستلو اجازه نه ده ور کړې، خو وروسته یې دا ټوېټ له خپل ټوېټر لرې کړ.

هوايي ډګر کې د عطا محمد نور انتظار؟

د انځور حقوق FB
Image caption د بلخ والي، محمد محقق او جنرال دوستم.

خو بي بي سي ته ځینې سرچینو منلې چې جرمن ځواکونو په هوايي ډګر کې د دوستم الوتکې ته د کوزېدلو اجازه ور نه کړه.

دوی دا هم وايي، چې نوموړی ترکمنستان ته ستون شو.

یوې سرچینې بي بي سي ته دا هم ویلي، چې د دوستم هرکلي ته د بلخ والي عطا محمد نور هم هوايي ډګر ته تللی و، خو بېرته یوازې ستون شو.

* "دوستم د ایشچي په قضیه کې د خپلو ساتونکو د توقیف مخه نیولې"

* "د نوي ایتلاف جوړوونکو غوښتنې په حقیقت کې له خپل ځانه دي"

مګر د عطام محمد نور ویاند طاهر قادري دا خبر رد کړ او ویې ویل، چې ښاغلی نور هوايي ډګر ته نه دی تلللی.

نوموړي مزار ته د جنرال دوستم لېږدوونکې الوتکې د تللو یا ورته د نه کېناستلو په هکله بې خبري وښوده.

عطا محمد نور هم خپله فیسبوک پاڼه کې دا خبر رد کړی دی او ویلي یې دي چې له ترکیې د تیکا موسسې انجینران مزار ته ور تلل، خو د تخنیکي ستونزو له امله یې الوتکه په هوايي ډګر کې کېنستلی نه شوه، ځکه ستانه شول.

"دا خبر حقیقت نه لري چې د دوستم الوتکې ته د کېناستلو اجازه نه ده ور کړل شوې، د ولسمشر لومړی مرستیال ترکیه کې دی او هر کله چې وغواړي هېواد ته ستنېدلی شي، کوم قانوني خنډ یې په مخ کې نشته".

د دوستم او اېشچي قضیه

ر د انځور حقوق .
Image caption احمد اېشچي نږدې اته میاشتې مخکې وویل، دوستم او د هغه ساتونکو ناوړه جنسي چلند ور سره کړی دی.

نږدې اته میاشتې مخکې د جوزجان پخواني والي او د دوستم سیال احمد اېشچي نوموړی او د هغوی ساتونکي تورن کړل، چې له ده سره یې بد جنسي چلند کړی دی.

له هغه وروسته لویې څارنوالۍ دې قضیې ته دوسیه پرانیستله.

نږدې اونۍ وړاندې لویې څارنوالۍ بي بي سي ته وویل، چې دا قضیه یې محکمې ته سپارلې ده.

* رولا غني: جنرال دوستم یو ډول په کور کې نظر بند دی

* "په نظام کې شتون او پر نظام نیوکې دواړه نشي کېدای"

خو د دوستم دفتر په ځواب کې بي بي سي ته وویل، چې اوسنۍ محکمې د نوموړي د محاکمه کولو واک نه لري.

په ورته مهال د امریکا سفارت او اروپايي ټولنې غوښتنه کړې چې د اېشچي په تړاو د دوستم قضیه باید په منصفانه ډول وڅېړل شي.

د دوستم، عطا او محقق ټلواله

د انځور حقوق MOHAMMAD MOHAQEQ/FB
Image caption دوستم او د ټلوالې ملګري یې.

جنرال دوستم د ناروغۍ په پلمه نږدې میاشت مخکې د ترکیې پلازمېنې انکرې ته لاړ.

څه مهال مخکې نوموړي د بلخ له والي عطا محمد نور او د جرایه رییس دویم مرستیال محمد محقق سره ټلواله جوړه کړه.

دوی وايي، دا ټلواله یې حکومت کې د سمون را وستلو لپاره جوړه کړې ده.

خو افغان حکومت یې په ځواب کې وايي، چې څوک د سمون پلان لري، له دوی سره دې یې شریک کړي.

د دوی د ټلوالې له اعلان وروسته دولسمشرۍ ماڼۍ وویل، په دې ایتلاف کې شامل کسان د حکومت غړي دي او د حکومت کمی او لاسته راوړنې همدوی ته متوجه دي.

ورته مطالب