اسلام اباد کې افغان او پاکستانيو ښځو د سولې لپاره غونډه جوړه کړې

Image caption په اسلام اباد کې د "سولې لپاره د ښځو رول" تر سرلیک لاندې د افغانستان او پاکستان په لسګونو ښځينه فعالې راټولې شوې

په اسلام اباد کې د "سولې لپاره د ښځو رول" تر سرلیک لاندې د دواړو هېوادونو په لسګونو ښځينه فعالې په پنځه ورځني بحث راټولې شوې، چې د دواړو هېوادونو مېرمنو د دوی درد د دواړو غاړو درد وباله.

دغو افغانو او پاکستانیو ښځينه فعالانو د سولې په تړاو یوه بحث کې په دې ټينګار کړی، تر هغه چې په دواړو هېوادونو کې ښځو ته د ژوند په هره برخه کې له نارینه وو سره څنګ په څنګ ځای نه وي ورکړل شوی، سوله ناشونې ده.

د غونډې ځينو ګډونوالو وویل "د مور، لور، خور، ښځې درد او احساس د خپل زوی، پلار، ورور او مېړه لپاره د نړۍ په هر ګوټ کې یو شان دی".

د ښځو لپاره یوه نادولتي سازمان د دواړو هېوادونو د ښځينه فعالانو لپاره دا زمینه برابره کړې، چې دوې میاشتې وړاندې يې د پښتونخوا ښځينه فعالانو یو پلاوی کابل ته بېولی و او اوس يې له کابل څخه یو پلاوی اسلام اباد ته راغوښتی دی.

د دغه سازمان مشره ګلالۍ اسماعیل وايي "د دوو هېوادونو ترمنځ د سولې لپاره اړینه ده، چې لومړی د دغو دوو هېوادونو د ولسونو ترمنځ مينه او سوله وي". په همدې موخه د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو څخه شاوخوا ۱۶ ښځينه فعالې اوس مهال د اسلام اباد په دوره دي.

Image caption د غونډې ګډونوالې وايي تر هغه چې په دواړو هېوادونو کې ښځو ته د ژوند په هره برخه کې له نارینه وو سره څنګ په څنګ ځای نه وي ورکړل شوی، سوله ناشونې ده

د سمېرا حميدي په نامه یوې افغانې فعالې دې غونډې ته خپله وینا کې وویل، "د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي ترینګلتیا یوې خواته خو دغه ډول غونډې د دواړو هېوادونو ولس دې ته اړ کوي، چې له یوه بل سره د زړه خواله وکړي، خپل درد او احساسات سره شریک کړي او همدغه ډول غونډې دواړو دولتونو ته یو مثبت پېغام ورکولی شي".

اغلې حميدې د پښتونخوا او پاکستان ښځينه فعالې ډېرې زړورې یادې کړې او زیاته یې کړه، ؛دا يې ورڅخه زده کړل، چې باید خپلو نارینه سیاستوالو ته مخامخ څنګه خبري وشي؛.

پاکستانۍ فعالې او د ولسي کارګر ګوند سیاستوالې عصمت شاه جهان په دې غونډه کې وویل، "پاکستان له زړه لاهم افغانستان یو خپلواک هېواد تسلیم کړی نه دی او تر هغه چې دغه سوچ يې بدل کړی نه وي، د دواړو هېوادونو ترمنځ حالات به همداسې ترینګلي وي".

Image caption د غونډې ځينو ګډونوالو وویل "د مور، لور، خور، ښځې درد او احساس د خپل زوی، پلار، ورور او مېړه لپاره د نړۍ په هر ګوټ کې یو شان دی"

اغلې شاه جهان که څه هم دغه ګام وستایه، خو له دواړو دولتونو يې غوښتنه وکړه، چې له دواړو لوریو دې په دولتي توګه د ولسونو ترمنځ همداسې اړیکو ته لارې هوارې شي، تر څو ولسونه پر خپلو دولتونو فشار راوړي، چې باید د ناامنۍ پر ځای د سولې او مینې له لارې یو بل خپل کړي.

که څه هم د کابل ځينو ښځينه فعالانو له پاکستانۍ ښځينه فعالانو څخه ګیلې هم وکړې، خو په دې غونډه کې اکثریت پاکستانۍ ښځينه فعالې هم له افغان غاړې سره په دې ګیلو او نیوکو کې یو نظر وې.

کابل او اسلام اباد تل پر یوه بل په خپلو خپلو هېوادونو کې د ترهګرو د ملاتړ تورونه پورې کوي، دغه غونډه هم داسې مهال کېږي، چې همدې تورونو دواړه څنګلورې پلازمېنې له یوې بلې ډېرې لرې کړې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب