افغان امنيتي چارواکي: د بغلان پراخ بريدونه مو په شا کړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملي اردو او پوليسو چارواکي وايي، دوی د امنيتي ځواکونو ځوابي بريدونو طالبان شاتګ ته اړ کړل

د افغانستان په شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي په بغلان ولایت کې يې د طالبانو پراخ یرغل په شا تمبولی دی.

دوی وايي طالبانو تېره شپه پر مرکزي بغلان او د بغلان پر قند فابريکه بريدونه کړي وو چې له امله يې د بغلان کندوز لویه لاره هم د څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه.

امنيتي چارواکي وايي په دغه جګړه کې لږ تر لږه ۱۶ اورپکي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي او شپږ تنه امنيتي ځواکونه هم له منځه تللي دي.

طالبانو هم سهار په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دولتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو او دوه پوستو د نيولو ادعا کړې وه.

د ملي اردو او پوليسو چارواکي وايي، د مرکزي بغلان ولسوالۍ پر ودانۍ او د بغلان د قند پر فابريکې د وسله والو طالبانو همغږي بريدونه د تېرې شپې په نيمايي کې پیل شول.

دوی وايي د امنيتي ځواکونو ځوابي بريدونو طالبان شاتګ ته اړ کړل.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان جنرال امان الله مبين بي بي سي ته وویل، په ځوابي بريد کې د ملي اردو سرتېرو، ملي پوليسو او ملي امنيت ځواکونو ګډون درلود چې د اردو هوايي ځواک يې ملاتړ کاوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو هم سهار په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دولتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو او دوه پوستو د نيولو ادعا کړې وه

د ښاغلي مبين په وينا، د طالبانو بريدونه هوايي او ځمکنيو ګوزارونو بېرته په شاه کړل او اوس د بغلان- کندز لويه لار د ترافيکو پر مخ پرانيستې ده.

د بغلان د قند فابريکې ته د اوښتو زیانونو په تړاو معلومات نشته. خو پوليس چارواکي وايي په سيمه کې لا هم د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو او اورپکو تر منځ نښتې روانې دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ وياند ذبیح الله شجاع وايي، اورپکي د هغوی له یو شمېر قوماندانانو سره یو ځای د امنيتي ځواکونو په محاصره کې دي.

نوموړی وايي "له ګاونډیو ولایتونو څخه مخالفينو ته مرستندوی کسان ورغلي وو. په همغږي او ناڅاپي ډول پر څو ځایونو د دوی بريدونو وښوده چې شمېر ېې ډېر دی".

د شجاع په وينا، وسله وال "اوس د امنيتي ځواکونو له خوا کلابند دي، د اردو چورلکې هم ګرځي او تمه لرو چې دلته وټکول شي".

د افغانستان په شمال کې بغلان او کندوز ولايتونه په دې وروستيو کې بیا بیا د اورپکو له بریدونو سره مخ کېږي.

د کابل مزار لویه لاره هم چې له بغلان ولایت څخه تېرېږي د اورپکو له ګواښونو سره مخامخ ده. دغه لويه لاره چې د افغانستان سوېل او پلازمينه له شمال او له هغه ځایه له مرکزي اسیا سره نښلوي د لېږد رالېږد له پام وړ لارو شمېرل کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب