افغان نجونو روباټي سیالۍ کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د انځور حقوق .
Image caption افغان نجونې د مډال اخیستلو پر مهال.

د افغانستان د هرات ولایت د نجونو هغې شپږ کسیزې ډلې ته چې د واشنګټن روباټي سیالیو کې یې ګډون کړی، افتخاري مډال ور کړل شو.

د دې ډلې مشر علي رضا مهربان بي بي سي ته وویل، چې افغان روباټګرې نجونې له هغو دریو ډلو وې چې د زړورتیا مډال یې وګاټه.

د هغه په خبره، د هڅو او دغه سیالۍ کې د ګډون له امله افغان نجونو ته دا مډال ور کړل شو.

د روباټي سیالیو موخه دا ده چې ساینس ټیکنالوجي او ریاضیانو برخه کې د ځوانانو د ځیرکتیا په غوړېدا کې مرسته وشي.

* افغان ربوټ جوړوونکې: نړۍ ته خپله وړتیا ښيو

* افغان نجونې د ټرمپ په مرسته د واشنګټن روباټي سیالۍ ته ځي

په دې سیالۍ کې د مختلفو هېوادونو نږدې ۱۶۳ ډلو ګډون درلود او افغان ډله پکې سلم نمبر راغله.

د ګډونوالو لپاره کټګوري جوړه شوې وه او د نړیوال جرات مډال افغان نجونو ته ور کړل شو چې د سپینو زرو دی.

افغان نجونو ویل، واشنګټن ته ددې لپاره راغلې چې نورو ته وښيي، افغانان هم په پوهه او ټیکنالوجۍ کې پرمختګ کولی شي.

د دوی له ډلې (رودابه نوري) بي‌بي‌سي ته وویل: "ډېر فکر کوي چې افغانان یوازې په جنګ جګړو بوخت دي، خو موږ چمتو یوو نړۍ ته د افغان ښځو پنځونې ور وښیو."

روباټي سیالي

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان نجوني پر روباټ جوړولو بوختې دي.

د امریکا مشهور پوهنتونونو له ټیکنالوجي کمپنیو سره په ګډه د روباټونو په څېر ورته توکي د دې سیالۍ ګډونوالو ته لېږلي و او ترې غوښتي یې و، چې دا توکي سره یو ځای کړي او سرور پکې واچوي.

د سیالۍ موضوع له وچکالۍ سره پر مبارزه را ټوله ده چې د اسمان رنګه توپونه پکې د څښاک د پاکو اوبو سمبول دی.

دوی ته دنده ور کړل شوې وه چې له ابي توپونو څخه نارنجي توپونه بېل کړي او د دې پرتلنه له اوبو سره وه او موخه یې نړیوالو ته د چاپېریال د مسلې رسول و.

* افغانه غرختونکې د ایټالیا الپ غرونو سر ته ختلې

* ۲۹ کلنه افغان پیلوټه خپله شخصي الوتکه کې پر نړۍ راګرځي

د واشنګټن روباټي سیالۍ ته د فرسټ ګلوبل نوم ور کړل شوی چې له یکشنبې (جولای ۱۶مې) پیل شوې او تر سه شنبې (جولای ۱۸مې) یې روانه وه.

په دغه سیالیو کې د نړۍ له پنځو لویو وچو د ۱۵۷ هېوادونو ۱۶۳ ډلو برخه اخیستې ده.

په امریکا کې افغان سفارت خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې افغان نجونو په سیالۍ کې د ګډون لپاره په دوو اونیو کې خپل روباټ جوړ کړ، خو نورو سیالانو یې دې کار ته درې میاشتې وخت درلود.

افغان نجونو ته د رسنیو پام

د انځور حقوق .
Image caption ایوانکا ټرمپ او افغان نجونې.

افغان نجونو د نورو ډلو په پرتله د رسنیو پام ځان ته اړولی و، ځکه اول دوی ته ویزه ور کړل شوې نه وه.

دغه نجونې دوه ځلې له هرات تر کابل پورې تللې او د امریکا سفارت دروازه یې ټکولې وه، خو ویزې ور کړل شوې نه وې.

دې پرېکړې په امریکا او افغانستان کې نیوکې را پورته کړې او وروسته د ډونلډ ټرمپ په سپارښت دغو نجونو ته د امریکا د لسو ورځو د لیدنې اجازه ور کړل شوه.

* د نیلوفر رحماني پنا غوښتنې ته پراخ غبرګون

* سویس کې د افغان نجونو لومړنۍ ارکسټرا ننداره

د ولسمشر ټرمپ لور ايوانکا ټرمپ له دې افغان روباټګرو نجونو سره لیدلي او د سپینې ماڼۍ بلنه یې ور کړې،

افغان نجونې به سبا سپينې ماڼۍ ته ځي، خو معلومه نه ده چې هلته به ولسمشر او که د هغه مېرمن ور سره ګوري.

ټاکلې ده دا روباټګرې نجونې د امریکا د پارلمان له ځینې غړو سره هم وویني.

په امریکا کې افغان سفارت د دغو روباټګرو نجونو لپاره لمانځغونډه هم جوړه کړې وه، چې د سفارت پر کار کوونکو سربېره نورو افغانانو هم پکې ګډون درلود.

د انځور حقوق .