د جبري ودونو قرباني یوازې ښځینه که نارینه هم؟

ودونه د انځور حقوق Getty Images

افغانستان کې چې کله هم د جبري ودونو کیسه کېږي سم له واره نجونې یادېږي دا ځکه چې له مودو راهیسې نجونې دې هېواد کې د جبري ودونو قربانیانې دي.

ځینې په بدو کې ودېږي، ډېرې بیا د پیسو او یا هم د بدل په نامه ناڅاپه د ماشومتوب او نانځکو له نړۍ پيلېږي او د واده په نوم هغه درانه مسولیت ته غاړه ورکوي چې له وسه یې پورته وي.

تل د دغو ناکردو پایلې نارینو پورې تړل شوي دي.

"د ښځو حقونه دې خوندي شي" دا هغه خبره ده چې په تېرو شپاړسو کلنو کې د رسنیو، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د پام وړ وه او لا هم دا خبره په سر کې ده.

سړي سالاره ټولنه

زموږ ټولنه تر ډېره سړي سالاره ټولنه یادېږي. دلته باور همدا دی چې د ښځو ژوند د نارینو تر واک لاندې دی. خو که سړی خپل ګرد چاپیره او یا هم له ښارونو لرې ژوند ګوري ډېر وخت نارینه هم د ګډ ژوند په برخه کې قرباني شوي او د خپلې خوښې خلاف ژوند یې پیل کړی.

کله چې ماشومه نجلۍ د یوه ماشوم هلک په نامه کېږي دواړه هغه عمر کې دي چې د ژوند پرېکړه نشي کولی خو یوازې د نجلۍ د جبر غږ اورېدل کېږي د نارینه وو نه.

د خوبونو ښاپېرۍ

ودونه د انځور حقوق Getty Images

ډېرې داسې کیسې شته چې افغانان په تېره پښتانه ځوانان چې لوستي دي او یا د زده کړو لپاره له هېواده بهر تللي د ژوند لارې یې نورې پخوانۍ نه وي، خو په ستنېدو یې کورنۍ په کلي کور کې هماغه نجلۍ سره واده کوي چې نا لوستې ده او له ماشومتوبه یې په نوم ده.

همدا ده چې هیلې یې نیمه خوا شي او د دویم واده فکر ان د کوژدې پر مهال کوي. ځکه لومړۍ هغه یې د خوبونو ښاپیرۍ نه وي.

د یوه خصوصي دفتر کارکونکي او محصل اجمل راته کیسه کوله

"کور مې کلي کې و، ښار ته د درس او کار لپاره راتللم. مور مې مړه شوې او پلار مې بل واده کړی.‌ وروڼو مې هم د یو د بل پسې ودونه کول. ما نه غوښتل واده وکړم د ماسټرۍ تکل مې و او مېرمنې په اړه مې خوب دا و چې باید لوستې وي.

پلارمې هره ورځ راته ویل چې د واده وخت دې دی. کلي کې خلک خبرې کوي چې زوی ته ولې واده نه کوې؟ تر څو به د خلکو د خبرو مخه نیسم، واده وکړه. ښځه خو ستا د درس مخه نه نیسي. زه پوهیدم چې پلار مې د خپلوانو کومه نالوستې نجلۍ راته کوي د همدې لپاره مې درسونه پلمه کول".

اجمل د خبرو پر مهال غلی شو له چای یې غوړپ وکړ له اوږدې ساه وروسته یې وویل کله یې چې غوښتل ماته کوژده وکړي له کوره وتښتیدم.

ودونه د انځور حقوق Getty Images

"هماغه شپه چې مې واوریده زه باید سبا له یوې نالوستې نجلۍ سره چې ان نه مې ده لیدلې کوژده وکړم لار ورکی شوم"

اجمل وايي "د شپې اته بجې وې حیران وم چې څه وکړم. جیب کې مې هم زر افغانۍ وې. ملګري ته مې زنګ وواهه چې راپسې راشي. په نیمه شپه له هغه سره روان شوم. ښار ته په رسېدو د پاکستان په لور روان شوم".

"پاکستان ته په رسېدو مې پلار ته زنګ وواهه چې زه کوژده نه کوم. خو کیسه هماغه وه چې کورنۍ مې غوښتله. زه نه وم کوژده مې شوې وه، په نه زړه مې هغه ژوند پیل کړی و چې له یوه اړخه هم زما په زړه نه و".

دا کسیې په ګرد وطن ډېرې دي،‌ پایلې یې تر ډېره کورنی تاوتریخوالی او ځینې نورې ناخوالې.

د ټولنپوهانو په باور افغانستان کې له پخوا پاتې حاکم دودونو نارینه او ښځې اغېزمنې کړي خو نارینه څوک نه یادوي او په ټوله کې فکر دا دی چې سړي سالاره ټولنه کې نارینه بر دي او مېرمنې قرباني خو که ولیدل شي په ډېرو برخو کې دواړه د یوې کښتۍ مسافر.\

له یو شمېر هغو کسانو چې د دویم واده د کولو دلیل مې وپوښته ځواب یې دا و چې دوئ د کورنۍ په خوښه واده کړی او د لومړي واده پر مهال دا هم ډېرې کورنۍ وایي لومړۍ د دوئ په خوښه دویمه هغه بیا په خپله خوښه.

ټولنپوه شمس الحق ضیا وایي "کله چې یو لوستی نارینه له نالوستې هغې سره واده کوي هغه خپل ټولنیز حیثیت په خطر کې ویني. د لوستو ملګرو په منځ کې ناسته پاسته ورته ستونزمنه کېږي. ټولنیزې اړیکې یې خرابېږي یا به له نورو نجونو سره پټې اړیکې پالي او یا هم د دویم واده فکر ورته پیدا کېږي ځکه مېرمن یې په معیار برابره نه وي".

ودونه د انځور حقوق Getty Images

خو د پیغلو او ځوانانو د زدکړو له ګړندي بهیره دا څرک ښکاري او هغه ورځ ډېره لرې نه ښکاري چې ذهنونه دې بدل شي. ځوانان دې په خپله خوښه ګډ ژوند پیل کړي او کورنۍ هم همغږې او ټول د یو بل حقونو ته ژمن شي.

د بي بي سي پښتو پر فېسبوک پاڼه ګڼ شمېر کسانو خپل نظرونه شريک کړي چې ځينې يې دلته لوستلی شئ

حسين هېوادمل وايي، "په ټوله کې ځوانان د دا ډول ناوړه دودونو قربانيان دي. نور به پرېږدم د خپل ځان به درته ووایم، زه هېڅ خبر نه وم مسافر وم، له کوره یې راته زنګ وواهه چې واده مو درته کړی ما ورته ویل چې تاسو خو به لومړی له ما پوښتلي وو چې زه اوس واده غواړم او کنه...

بس د خپلې ټولنې او پښتني دودونو پر وړاندې درېدلی نشوم، نو مې ځان سره فکر وکړ چې راځه اوس خو شوی کار دی نو کوښښ باید وکړم چې هرڅوک ده او هرډول ده باید و یې منم ځکه مور و پلار پر خپل اولاد بده نه ده پېرزو او کوښښ وکړم چې په ژوند کې ډیره مینه ورکړم، او خوشاله یې وساتم. تر ډېره په خپل کارکې بریالی هم یم شکر خوشاله ژوند لرم.

خو د راتلونکې لپاره مې مبارزه پیل کړې او نه غواړم نور ځوانان د دغسې ناوړه دودونو ښکار شي".

مطيع الله مومند وايي، "ډېری قرباني یی ښځې دي چې اکثره د لوړ عمر کسانو ته د کم عمره نجونو ودول یا د لوړ عمر نجونې کوچنی هلک ته ودول خو لا پرېږده چی لیونیانو ته معیوبو ...او دی ته ورته کسانو د نجونو ودول چی زه یی ژوندی مٍثالونه په کلی کی لرم."

مينه ارزو وايي "د داسی ودونو ښکار يوازې پېغلې نه بلکه هلکان هم دي د مور او پلار خوښې ته ګوری او خپل راتلونکی خرابوی. بیا وروسته چې د هلک ژوند ډېر جنجالي وي د کور مشران بیا له خپل کاره پشیمانه وی. د نارینه وو په نسبت نجونی ډېرې د داسی ودونو قربانی کېږي".

وحيد الله توحيديار وايي نارينه هم د دې قرباني دي، دی وايي "زه په درېيم ټولګي کې وم چې ما ته يې زما د اکا لور په نکاح کړه چې اوس هم خپه يم داسې حس کوم چې ما لا واده نه دی کړی او له ژوند څخه خوند نه اخلم".

نبي هوتک وايي "د دې ښکار نارینه هم دي ځکه چې اکثره هلکان د خپل مور او پلار خپګان ته ګوري خو راتلونکی ژوند یې له کړاونو ډک وي".

عين الله کريمي وايي، "په افغانستان کې او په ځانګړې توګه پښتنو مېشتو سیمو کې د اجباري ودونو قرباني دواړه دي. د نوموړي په وينا "تر ډېره یې لامل له اسلامي شریعت او اسلامي اصولو ناخبري، د عامه پوهاوي نشتوالی، بې سوادي او پخوانیو رسمونو او رواجونو ته کتنه ده".

نېکمل سنګين پشه يي وايي، "دواړه يې قربانيان دي خو اکثر يې نجونې دي ځکه له هلکانو پوښتنه کېږى چې د فلاني نجلۍ درته وکړو که نه خو له نجلۍ پوښتنه نه کېږى که خوښه يې وي او که نه هغه کارکېږى چې د کورنۍ خوښه يې وي".

اړونده مطالب

ورته مطالب