'هلمند کې امریکايي الوتکو ۱۶ افغان پولیس وژلي'

آمریکايي د انځور حقوق Getty Images
Image caption څو اونۍ وړاندې هم د امریکايي الوتکو په بمبارۍ کې دوه افغان پولیس په تېروتنه وژل شوي ول (د ارشیف عکس).

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د ګرشک ولسوالۍ پرچاوې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید ۱۶ افغان پولیس وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

نوموړی وايي، برید پر هغې سیمې شوی، چې یوازې نیم ساعت وړاندې وسله والو طالبانو په کې حضور درلود.

چارواکي وایي په وژل شوو افغان سرتېرو کې د پولیسو دوه قومندانان محمد ولي او ناصر هم وو.

سیمه ییزو چارواکو بي بي سي ته منلې چې پېښه د ګرشک په ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې د امریکا پوځي الوتکو له هوا د افغان ځواکونو ملاتړ کاوه.

چارواکي وایي د څېړنو لپاره یوه ډله له کابله د هلمند پر لور روانه شوې.

په کندهار د بي بي سي خبریال مامون درانی وایي، دغه سیمه تر بېګا شپه د طالبانو په ولکه کې وه او د بمبارۍ پر مهال افغان ځواکونو له طالبانو سره په نښته بوخت ول.

رپوټونه وايي چې د دغه ولسوالۍ په ځنډو کې لا اوس هم جګړې روانې دي. د سیمي خلکو ویلي چې په لسګونو کورنیو خپلې مېنې پرې ایښي او د مرکز پر لور تښتېدلي دي.

څو اونۍ وړاندې هم د امریکايي الوتکو په بمبارۍ کې دوه افغان پولیس په تېروتنه وژل شوي ول.

په دې وروستیو کې د امریکا د سمندري ځواک ۳۰۰ سرتېري هلمند ولایت کې مېشت شول. تېر کال هم د امریکا ۱۰۰ سمندري سرتېري دغه ولایت ته واستول شول.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف جګړه ییز ماموریت د ۲۰۱۴ کال په ختمېدو سره پای ته ورسېد، چې بیا وروسته د ناټو شاوخوا ۱۲ زره سرتېري، چې ډېری یې امریکایان دي، افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې، سلامشورې او ملاتړ لپاره د ''قاطع ماموریت'' په نامه پاتې شول.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
هلمند کې د بريتانيا پر ځانګړو ځواکونو د ملکيانو د وژلو ادعاوې