بې پولې ډاکټرانو کندوز کې بل روغتیايي مرکز جوړ کړ

.
Image caption بې پولې ډاکټرانو په ۲۰۱۵ کال کې د امریکايي ځواکونو له خوا د دوی پر روغتون تر بمبار وروسته په کندوز کې خپل فعالیتونه په ټپه درولي وو.

بې پولو ډاکټرانو د شنبې په ورځ د افغانستان په شمالختیځ کندوز ولایت کې یو ځل بیا کوچنی روغتیايي مرکز پرانیست.

بې پولې ډاکټرانو په ۲۰۱۵ کال کې د امریکايي ځواکونو له خوا د دوی پر روغتون تر بمبار وروسته په کندوز کې خپل فعالیتونه په ټپه درولي وو.

د امریکا د هوايي ځواکونو له خوا د بې پولې ډاکټرانو د روغتون د بمبار په پېښه کې د ناروغانو او د روغتون د کا رکوونکو په ګډون ۴۲ کسان وژل شوي وو.

د بې پولې ډاکټرانو بنسټ هڅه کوي له افغان او بهرنیو ځواکونو څخه د خپلو روغتیايي مرکزونو د خوندیتابه ډاډ تر لاسه کړي.

په افغانستان کې د بې پولو ډاکټرانو مشرې سیلویا دالاتوماسینا رویټرز خبري اژانس ته ویلي، زیاته کړې، موږ ژمنې تر لاسه کړي، خو کولای شو هوکړه لیک ته هم ورسېږو.

اغلې دالاتوماسینا ویلي، په کندوز کې د کلینیک بیا پرانیستنه په دغه ولایت کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې لومړنی او ډېر مهم ګام دی.

د بې پولې ډاکټرانو په نوي روغتيايي مرکز کې به یوازې د جګړې د برسېرنو ټپیانو درملنه کېږي او هغوی چې پرمختللې درملنې لکه ایکسرې او نورو ته اړتیا لري، اړ دي دولتي روغتون ته لاړ شي.

که څه هم د کندوز په اړه د بې پولې ډاکټرانو پلان لا وروستی شوی نه دی، خو اغلې دالاتوماسینا وايي، د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې به په دغه ولایت کې د (تروما) مرکز جوړ کړي، خو اسانتیاوې به یې په ۲۰۱۵ کې د رنګ شوي روغتیايي هغه په پرتله کمې وي.

Image caption د بمبار په پېښه کې د ناروغانو د او د روغتون د کا رکوونکو په ګډون ۴۲ کسان وژل شوي وو.

په ۲۰۱۵ کال په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتیايي مرکز د امریکايي ځواکونو تر بمبار وروسته له ۱۶ امریکايي پوځيانو څېړنې وشوې، خو د بې پولو ډاکټرانو بنسټ د پېښې په اړه د څېړنې پر بې پلویتوب نیوکې وکړې.

ورته مطالب