طالبان: د ملا هبت الله زوی هلمند کې ځانمرګی برید کړی

ملا هبت الله د انځور حقوق ALAMY
Image caption د طالبانو سرچینې وايي، عبدالرحمن خالد د ملا هبت الله منځوی زوی و، چې عمر یې تر ۲۰ کلونو لوړ و.

طالبانو ویلي، د دوی د مشر ملا هبت الله آخوندزاده زوی په افغانستان کې پر دولتي ځواکونو ځانمرګی بريد کړی. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد او د کوټې شورا غړو بي بي سي ته وویل، شل کلن عبدالرحمن خالد دوې ورځې وړاندې د افغانستان په سوېلي ولايت هلمند کې په پراخو بريدونو کې برخه درلوده.

د طالبانو د سرچينو په وینا، د عبدالرحمن پلار د هغه له ځانمرګي بريد سره موافق و.

ښاغلی مجاهد وویل: "دوه ورځې وړاندې چې د هلمند په ګریشک ولسوالۍ کې کوم بریدونه تر سره شول، د بریدګرو په ډله کې یې د شیخ هبت الله زوی "عبدالرحمن خالد" هم و."

ښاغلي مجاهد بي بي سي ته وویل، عبدالرحمن د ملا هبت الله له کشرو اولادونو و چې له تېرو درېیو مياشتو د ځانمرګو بريدګرو په ډله کې خپل نوبت ته منتظر و.

د طالبانو سرچينې وايي، عبدالرحمن شل کلن و او په نهه کلنۍ کې يې قرآن کريم یاد کړی او ورپسې يې ديني زده کړې کړې وې.

'هلمند کې امریکايي الوتکو ۱۲ افغان پولیس وژلي'

د هلمند ناوې ولسوالي دولتي ځواکونو بېرته نیولې

وسله وال طالبان وايي د هلمند ځانمرګی برید دوی کړی

ښاغلي مجاهد وویل، خپله ملا هبت الله هم راضي و چې زوی یې ځانمرګی برید وکړي. د هغه په وینا، پلار او زوی کابو درې میاشتې وړاندې د وروستي ځل لپاره سره ليدلي و.

تر اوسه نورو سرچینو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

خو د افغانستان د حکومت د رسنيو مرکز مشر صديق صديقي په ټولنيزو رسنيو کې دا خبر د طالبانو پروپاګند بللی او ليکلي يې دي چې د طالبانو مشران په پاکستان او قطر کې سوکاله ژوند تېروي.

دوې ورځې وړاندې د سوېلي هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې طالبانو ډله ییز برید وکړ، چې د دې ولسوالۍ نژدې شل پوستې یې نیولې وې.

د هلمند امنیتي چارواکو ویلي وو، اوس دا ټولې پوستې یې له طالبانو بېرته نیولې او طالبانو له ګرشک ولسوالۍ نه شاتګ کړی دی.

د هلمند د پولیسو ویاند محمد اسمعیل خپلواک بي بي سي ته وویل، د ګرشک ولسوالۍ "ادم خان" او "ابپاشک" سیمې یې بېرته له طالبانو نیولې دي.

رپوټونه وايي چې د دغه ولسوالۍ په ځنډو کې لا اوس هم جګړې روانې دي. د سیمي خلکو ویلي چې په لسګونو کورنیو خپلې مېنې پرې ایښي او د مرکز پر لور تښتېدلي دي.

په دې وروستیو کې د امریکا د سمندري ځواک ۳۰۰ سرتېري هلمند ولایت کې مېشت شول. تېر کال هم د امریکا ۱۰۰ سمندري سرتېري دغه ولایت ته واستول شول.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف جګړه ییز ماموریت د ۲۰۱۴ کال په ختمېدو سره پای ته ورسېد، چې بیا وروسته د ناټو شاوخوا ۱۲ زره سرتېري، چې ډېری یې امریکایان دي، افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې، سلامشورې او ملاتړ لپاره د ''قاطع ماموریت'' په نامه پاتې شول.

اړونده مطالب

ورته مطالب