افغان ولسمشر: ګرځندوی صنعت ته جدي پام پکار دی

اشرف غني د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ولسمشر سيلانیتوب او ګرځندويي د بېلابېلو ملتونو ترمنځ د اړيکو ښه وسیله وبلله

افغان ولسمشر محمد اشرف غني 'د ګرځندوی پر وړاندې د ترهګرۍ ګواښونه' په نوم سيمينار ته وویل د افغانستان ګرځندوی صنعت په تېره بيا کورنۍ ګرځندويي له پامه لوېدلې او د دغه مهم رول د ژوندي کولو لپاره جدي کار کوي.

هغه دغه راز وویل، د افغانستان په بېلابېلو تفريح ځايونو به کار وکړي او د اوبو له شته بندونو به هم مناسب کار واخلي.

افغان ولسمشر چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې يې لرغوني اثار د ګرځندوی پام وړ مرکزونه يادول وویل فرانسوي لرغون پوهان د افغانستان د لرغونو او تاريخي ځايونو نخچه چمتو کوي.

هغه د ګرځندوی بېلابېلو پخوانيو پلټونکو او ليکوالانو ته اشاره کوي او وايي چې افغانستان د تاريخ په اوږدو کې د ګرځندویانو او سيلانيانو لپاره مهم او اوس بايد دغه اهميت بېرته ژوندی شي.

په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت

هرات د ۷۰۰ تاریخي اثارو کور، خو درې لارښوونکي لري

هرات ته د بهرنیو ګرځندویانو ورماتولو هڅې

افغان ولسمشر سيلانیتوب او ګرځندويي د بېلابېلو ملتونو ترمنځ د اړيکو ښه وسیله وبلله او افغانستان يې د هر اړخیز فرهنګ د لرلو له امله دغې برخې ته اړمن هېواد وباله.

هغه زياته کړه، افغانستان له لرغونو پېرونو د مفکورو او سوداګريو د څلور لارو رول درلود او دا رول لا هم لوبولای شي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ګرځندوی او سیلاني‌توب ته د ترهګرۍ لخوا پېښ شوي زيانونه په ټوله نړۍ کې په یوه پام وړ بحث بدله شوې چې افغانستان په دې منځ کې یو له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو ډېر زيانمن شوی.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد رسول باوري وايي که څه هم اوس بهرني سيلانيان هم هېواد ته راځي خو تر ډېره کورنۍ ګرځندويي ډېره پام وړ ده.

د هغه په وينا ''د بېلګې په ډول تېر کال یوازې مزارشریف یو میلیون او په کابل کې بابر بڼ شاوخوا اته سوه زره سيلانيان لري وو.''

ښاغي باوري د افغانستان پر ګرځندوی پانګونه بې زيانه ګټه وبلله خو ویې ویل چې د دې ګټې لپاره تر ټولو مهم شرط امن او سوله ييز چاپېريال دی.

هغه وايي که په افغانستان کې ترهګري نه وای نو افغانستان به د سیاحت او ګرځندويۍ په برخه کې له سيمه ييزو هېوادونو سره د سيالۍ جوګه وای او له همدې امله يې د یادو ګواښونو د څېړنې او ارزونې لپاره دا سیمينار جوړ کړی.

د انځور حقوق FB
Image caption د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد رسول باوري وايي که څه هم اوس بهرني سيلانيان هم هېواد ته راځي خو تر ډېره کورنۍ ګرځندويي ډېره پام وړ ده.

ښاغلی باوري وايي: ''د دولت تر څنګ په سيلاني توب صنعت کې خصوصي سکتور هم ونډه اخیستې چې په دې برخه کې يې ۷۰۰ شرکتونه او ۱۲۰ مېلمستونونه جوړ کړي چې د شپېتو زرو په شاوخوا کې خلکو ته يې د کار زمینه هم برابره کړې.

افغان ولسمشر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست هيله وښوده چې دغه سيمینار به دوی ته مشخص وړانديزونه ورکړي چې پر وخت د افغانستان د ګرځندوی صنعت په بډاینه کې کار ترې واخلي.

ګرځندوی او سیلاني‌توب ته د ترهګرۍ لخوا پېښ شوي زيانونه په ټوله نړۍ کې په یوه پام وړ بحث بدله شوې چې افغانستان په دې منځ کې یو له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو ډېر زيانمن شوی.

ورته مطالب