افغانستان کې سيلاني
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې سيلاني

ولسمشر غني وايي خدمتونو به يې ښه کوي او که امنيتي ننګونې نه وی، دا کال به له دوو ميليونو زيات سيلانيان ورتلل.

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، که امنيتي ګواښونه نه وي، افغانستان به د کال له ۲ تر ۵ ميليونو سيلانیان ورجلب کړي. ښاغلي غني دا خبرې د ګرځندويۍ پر وړاندې د ترهګرۍ ګواښونه په نامه دوه ورځني سینمنار ته وکړې.

نوموړي ويلي، فرانسه پر دې سلا شوې، چې د هېواد په کچه یې د تاريخي ځايونو يوه نقشه جوړه کړي.

نجما ځلا پرې راپور لري.