" افغانستان کې د داعش تر شا د پاکستان لاس دی "

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا پر دغه ډله د تېر اپرېل منځنیو کې ترټولو ستر نااتومي بم وغورځاوه.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په ختیځ کې د اسلامي دولت نومې ډلې په وړاندې د افغان او بهرنیو ځواکونو روانو عملیاتو ته په یوه تفصیلي مطلب کې کتنه کړې.

په دغه مطلب کې ویل شوي چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې داسې زیاتوالی راغلی چې په تیرو څو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شو.

واشنګټن پوسټ زیاتوي د روانو هوايي بریدونو له پنځو یو یې د اسلامي دولت ډلې پرضد ه کېږي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي جګړه نامتوازنه ده خو په اچین ولسوالۍ کې د جګړې لومړۍ کرښه ورو شاته ځي او دا د افغان او امریکايي استخباراتي چارواکو له دې امله ده چې دغه ډله د خپلو وسله والو په له لاسه ورکولو سره په لږ وخت کې نور وسله وال د جګړې ډګر ته تیاروي.

دې وضعیت ته په کتو د ورځپاڼې په وینا دا ښايي یو نامحدود ماموریت وي.

ورځپاڼه په خپل راپور کې وايي چې ویل کیږي افغانستان کې د داعش ډلې تر شا د پاکستان لاس دی هغه څه چې پاکستان یې ردوي.

ځايي خلکو ورځپاڼې ته ویلي د دغې ډلې مشران په پنجابي ژبه خبرې کوي، یوه کس ویلي د دې ډلې یو وسله وال یې لیدلی چې په سیند کې یې لمبل او پر مټ یې د پاکستان بیرغ کښل شوی و.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې او د حکومت او مخالفینو ترمنځ د جوړجاړي په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی.

د مطلب لیکوال په دې نظر دی چې پاکستان په سیمه کې تر ټولو لویه ستونزه ده، ځکه دغه هېواد طالبانو ته خوندي ځای ورکړی.

لیکوال زیاتوي پاکستان په افغانستان کې داسې د حل لاره غواړي چې ګټې یې خوندي کړي خو د هند د ګټو لپاره خوندي ځای نه وي.

د لیکوال په نظر سوله ژر او پا اسانۍ نه شي راتلای، خو دا هغه مهال ممکنه کیدای شي چې د امریکا کړنلاره پرې تمرکز وکړي.

دی وايي، که د ټرمپ اداره پر سوله تمرکز ونه کړي نو امریکايي مشران ښايي له اوسنیو ممکنه لارو سره مخامخ شي او یا هم ښايي له دې سختې.

ډان:

د انځور حقوق ARG
Image caption د ورځپاڼې په باور، پاکستان په ارګ کې داسې واکمنان غواړي چې د دوی ګټې خوندي کړي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله په خیبر دره کې وروستیو پوځي عملیاتو ته ځانګړې کړې.

ډان د عملیاتو ستاینه کوي خو زیاتوي چې په ټولو قبایلي سیمو کې سیاسي او اداري اصلاحات له پامه غورځول شوي دي.

ورځپاڼه په دغو سیمو کې د سیاسي او اداري اصلاحاتو پر پلي کولو ټینګار کوي.

ورځپاڼه دغه راز زیاتوي، په قبایلي سیمو کې چې له یوې لسیزې راهیسې له جګړو سره لاس او ګریوان دي، لا هم ډیر خلک له خپلو سیمو وتلي دي او پکار ده چې خپلو سیمو ته د هغوی د ستنیدلو زمینه برابره شي.

ډان نیوکه کوي چې د قبایلي سیمو ستونزې دوامداره پاملرنې او د اصلاحاتو لپاره پرله پسې کار ته اړتیا لري.

ورځپاڼه زیاتوي، په قبایلي سیمو کې د پخوانیو عملیاتو پایلې وښودله چې یوازې پوځي لارې چارې ستونزې نه هواروي.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د افغانستان هوايي ځواک ته کتنه کړې او زیاتوي چې د دغه ځواک د پیاوړي کولو لپاره په راتلونکو کلونو کې د څو ملیارده ډالرو په لګښت یو پروګرام په پام کې نیول شوی.

او په پام کې ده چې په څلور کلن پروګرام کې د افغانستان پر هوايي ځواک شاوخوا اوه ملیارده ډالر ولګول شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼه وايي، پاکستان په قبایلي سیمه کې عملیات کوي، خو سیاسي او اداري سمون نه راولي.