حزب اسلامي په حکومت کې شاملېږي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

حزب اسلامي په حکومت کې شاملېږي

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب په حکومت کې د شاملېدو پریکړه کړې ده.

دا پریکړه د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ ددې ګوند د اجراییه شورا غونډې کې شوې ده.

د حکومت او حزب ترمنځ د سولې له تړون وروسته ددې ګوند مشرانو ویل چې حکومت به ګډون نه کوي.

دا لا معلومه نه ده چې دا ګډون په په کومه کچه وي، خو د حزب اسلامي د مطبوعاتي کمیسیون مشر او د اجراییه شورا غړي قریب الرحمان سعید بي بي سي ته وويل چې "په دې تړاو کمیسون ټاکل شوی چې هغوی به په دې اړه تصمیم نیسي ".

خو ده زیاته کړه چې پخپله ګلبدین حکمتیار به حکومتي دنده نه اخلي.

زمونږ همکار عنایت الحق یاسیني د یوې مرکې په ترڅ کې له ښاغلي سعید وپوښتل چې حکومت کې د ګډون په اړه د حزب دریځ کې ددې بدلون علت څه دی؟