حکمتیار: له ټاکنو پرته پر ارګ د واکمنېدلو ټولې لارې بندې دي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګلبدین حکمتیار وايي، د روان کړکېچ د واری لپاره د سولې هڅې کول غواړي.

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، له ټولو سیاسي ډلو سره د سولې او د اوسني افغان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د افغان حل لارې د موندلو په پار لیدل کتل غواړي.

ګلبدین حکمتیار د سې شنبې په ورځ (جولای ۲۵مه/ زمری درېیمه) د پکتیا له قومي مشرانو سره په لیدنه کې دا وینا وکړه.

نوموړي په ورته مهال دا هم وویل، چې د جګړې د دوام او د سولې هڅو شنډولو لپاره "سپېرې کورنۍ کړۍ هم فعالې شوې او بهرني لاسونه هم اوږده شوي دي".

نوموړي چا ته اشاره ونه کړه، خو زیاته یې کړه، چې څوک جګړه غواړي او له سولې وېرېږي، جګړه کې "ګټه" لري.

*د جنرال دوستم د زوی کوژدې مراسمو کې سیاسي ټلواله؟

*ایا د حکمتیار دریځ بدل شوی؟

* حزب اسلامي په حکومت کې شاملېږي

* "ترکیې د حکمتیار پر شتمنۍ لګېدلي بندیزونه لرې کړل"

هغه په ورته مهال زیاته کړه، چا ته په زور په ارګ د او راوښتلو اجازه نه ورکوي:

"موږ پرېکړه کړې قاطع او جدي چاته اجازه نه ور کوو چې ارګ ته له دېوال ور واوړي".

د ښاغلي حکمتیار دا وینا په داسې مهال ده چې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم، د بلخ والي عطاء محمد نور او د اجرايیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق ایتلاف جوړ کړی دی.

افغان حکومت کې ځینې سرچینې دوی ته ګوته نیسي چې کودتا یې غوښته.

که څه هم حکمتیار دې ټلوالې ته اشاره ونه کړه، خو ویې ویل چې له دې وروسته هیڅوک هم پر افغانانو د زور له لارې واکمني نه شي کولی:

"ټول دې پوه شي چې ټاکنې ارګ ته د رسېدلو یوازینۍ لار ده او له ټاکنو پرته د واک تر لاسو کولو ټولې لارې بندې دي. دا نظام باید هغه وخت بدل شي، چې بل مناسب بدیل ولرو، نه د سازش او کودتا له لارې، نه د وسلې له لارې".

د ایتلاف جوړېدل

د انځور حقوق ENAYAT FARAHMAND
Image caption د دوستم سلاکارانو ویلي چې عطاء محمد نور د دوستم د زوی د کوژدې مراسمو کې د ګډون لپاره انقرې ته تللی

په ورته مهال یې د افغان کړکېچ د اواري لپاره ایتلاف جوړول ګټور وبلل.

"ګوندونه که یوځای کېږي ایتلاف کوي دا د دوی حق دي، خو چې هیله یې دا وي چې دا کړکېچ پای ته ورسوي، خو کومه ټلواله چې موخه یې کړکېچ پیدا کول وي او غواړي په واک کې ډېره برخه ترلاسه کړي، نو دوی دې پوه شي چې هدف ته نه شي رسېدلی."

دا خبرې له هغه وروسته وویل، چې ګوند یې غواړي په اوسني حکومت کې شریک شي ترڅو دا حکومت لا ځواکمن او خپله قانوني دوره بشپړه کړي.

حزب اسلامي چې په وروستیو کې یې له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ، د کورنۍ جګړې مهم لوری بلل کېده، خو د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار هغه مهال هم پر ټاکنو ټیګار کاوه.

ورته مطالب