'د هسکې مېنې بمبارۍ کې ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي'

هسکه مېنه د انځور حقوق .
Image caption ننګرهار ولایت د افغانستان په ختیځ کې له نسبتاً ناامنه ولایتونو دی، چې د وسله والو طالبانو سربېره داعش جنګیالي هم پکې فعالیت لري.

د ختیځ ننګرهار ولایت چارواکو ویلي، اوس په ډاګه شوې چې هسکه مېنه کې د نړیوالو ځواکونو بمبارۍ لږترلږه لس ولسي وګړي وژلي دي.

مخکې امنیتي چارواکو ویلي وو، د خیرات او فاتحې مراسمو کې د نړیوالو ځواکونو بمبارۍ د داعش اورپکې ډلې ۲۵ اورپکي وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي وو.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال لعل محمد دراني بي بي سي ته وویل: ''لس ولسي وګړي شهیدان شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي. د حکومت او ځايي خلکو ادعا دا وه چې د دې ترڅنګ هاخوا ته نور کورونه هم وو، چې نړیوالو ځواکونو لاسرسی نه دی ورته کړی او د دولت مخالفان پکې استوګن وو. یاد کورونه هم بمبار شوي خو لاهم پوره نه دي پلټل شوي.''.

برید د هسکې مېنې په مریز کنډو سیمه کې د تېرې یکشنبې په ورځ (جولای ۲۳مه) غرمه مهال شوی.

'ننګرهار کې د خیرات او فاتحې پر مراسمو هوایي برید شوی'

افغانچارواکي په ننګرهار کې د لسو وسلوالو د وژلو ادعا کوي

'ننګرهار کې د داعش ډلې تر ۵۰ ډېر اورپکي وژل شوي'

"اسلامي دولت" د هسکې مېنې د پولیسو مشر وژلی

خو د هسکې مېنې ولسوال ساز ولي شينواري بي بي سي ته وويل، چې د وړمې ورځې په بريد کې۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

د ننګرهار ولايتي اداره وايي، د ولايت د حقوقي سلاکار سيداحمد فضلي او د ولايتي شورا د غړي عبيدالله شينواري په مشرۍ د استول شوي پلاوي موندنی ښي چې د ۴۰ داعش وسله والو د مرګ ژوبلې سربېره په سيمه کې ۸ ولسي خلک وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د ننګرهار رسنيز دفتر ليکي، د پلاوي د مالوماتو له مخې دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې داعش وسله وال يو کور ته ننوتي، چې په کې فاتحه اخیستل کيده او له دغه ځايه يې پرامنيتي ځواکونو بريد کړی دی، چې وروسته داعش وسله وال د افغان او بهرنيو ځواکونو د ځمکنيو او هوايي ځوابيه بريدونو سره مخ کيږي او په پایله کې د ګڼو د داعش وسله والو د وژل کېدو سربېره ولسي خلک هم د بريد لاندې راغلي.

ورسره همهاله د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، پرون له غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ په دوو نورو سيمو پاپین مکتب او ګاګره کې د داعش وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ مخامخ نښته او هوايي بريدونه شوي.

د انځور حقوق .
Image caption د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون مشر ډاکټر احسان الله شينواری وويل، له پېښې ورته ۸ ټپيان راوړل شي چې په کې ۳ ماشومان، دوه مېرمنې او ۳ نارينه دي.

د ننګرهار رسنيز دفتر وايي، په دې مخامخ نښته او هوايي بريدونو کې ۲۳ داعش وسله وال وژل شوي او ۲ ژوندي نيول شوي.

سرچينه کاږي چې په برید کې د افغان ځانګړو ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي او د يو سرحدي پوليس په ګډون د ځانګړو ځواکونو ۴ سرتېري ټپيان دي.

د سعيد شينواري په نوم يو تن وويل چې په پېښه کې عامو وګړو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې هغه وويل، چې دده تره او د تره زوی وژل شوي او ګڼ نور يې د خاورو لاندې شوي دي.

ننګرهار ولایت د افغانستان په ختیځ کې له نسبتاً ناامنه ولایتونو دی، چې د وسله والو طالبانو سربېره داعش جنګیالي هم پکې فعالیت لري.

ورته مطالب