د مالیو اخیستو عربستان کې افغانان اندېښمن کړي

د عربستان پولي واحد د انځور حقوق Getty Images

سعودي عربستان له بهرنیو وګړو د مالیو اخیستو پرېکړه کړې ده. نویو مقرراتو سعودي عربستان کې د افغانانو په ګډون مېشت بهرني سوداګر او کارکوونکي اندېښمن کړي دي.

د عربستان حکومت د جولای میاشتې له پیله د هر خصوصي سکتور له بهرنيو کارکوونکو څخه څه باندې ۲۶ امریکايي ډالرو په ارزښت هره میاشت مالیه غواړي.

دا مبلغ هر کال تر ۲۰۲۰ کال پورې په تدریجي ډول زیاتېږي. په دې کال به بهرني کارکوونکي هره میاشت تر سلو ډېر ډالر مالیه ورکوي، چې هر کال شاوخوا دوولس سوه او اتیا ډالر کېږي.

د لګښت او عاید ترمنځ انډول

اټکل دی چې د سعودي عربستان خصوصي سکتور کې ۱۱ میلیون بهرنیان په کار بوخت دي چې دوه میلیونه او درې سوه زره امران لري.

د ځینو نظرسجونو له مخې، د درو سو او شپږو سوو زرو ترمنځ افغانان سعودي عربستان کې ژوند او کار کوي.

پر عربستان سربېره، د فارس خلیج حوزې نورو عربي هېوادونو، په تېره بیا متحده عربي اماراتو کې لسګونه زره افغانان ژوند او کاروبار لري.

سعودي کې بهرني کارګر په دُرو وهل کېږي یا بندیانېږي

سعودي عربستان افغان کارګرو ته د ویزې ور کولو ژمنه بیا وکړه

سعودي چارواکي به افغان کارګرو ته د کار جواز ورکړي

په ۲۰۱۴ کال، په نړیوالو بازارونو کې د د تېلو د ارزښت پاموړ ټیټوالي سره، د سعودي عربستان اقتصاد سخته ضربه وخوړله. هم مهاله یمن کې جګړې هم د دغه هېواد اقتصاد ته لوی ټکان ورکړ.

په دې هېواد کې له اوسېدونکو بهرنیو کارکوونکو د مالیې اخیستل د سعودي عربستان بودیجه کې د کسر او د عواید ډېرېدو په معنا دي. بل خوا دغه هېواد ظاهراً غواړي سعودیانو ته کاروبار ومومي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي عربستان خصوصي سکتور کې ۱۱ میلیون بهرنیان کار کوي

عربستان هیله لري چې د ۲۰۲۰ کال په رسېدو سره، ددغه هېواد په بودیجه کې د عواید او لګښت ترمنځ انډول رامنځ ته کړي.

د افغانانو پر کار او سوداګرۍ منفي اغېز

سعودي عربستان په نړۍ کې د تېلو تر ټولو لوی تولیدوونکی او د تېلو د اصلي سرچینې په توګه ګڼل کېږي.

سعودي پاچا بهرنیو کارګرو ته درې میاشتې وخت ورکړ

د انځور حقوق hist.enu.kz
Image caption د بریتانیا ساسکس پوهنتون استاد پروفیسر ماګنس مارسډن

خو په وروستیو کلونو کې ددغه هېواد اقتصاد له ځینو مخ پر ځوړ حالاتو سره مخامخ شوی دی.

د بریتانیا ساسکس پوهنتون پروفیسر او د افغان پېژندنې کارپوه ماګنس مارسډن چې په وروستیو کې سعودي عربستان ته تللی و، وايي ډېری افغان کورنۍ ددغې مالیې ورکولو له عهدې نه شي وتلی او نوې مالیه افغان سوداګرو ته هم لوی سرخوږی دی.

د هغه په وینا، ''ددغو مالیو اغېز به تر ډېره عربستان کې نسبتاً بې وزله افغان کورنۍ او هغه چې د کورنیو غړي یې ډېر دي، احساس کړي. ددغو کورنیو لپاره ګرانه ده چې سعودي عربستان کې د اقامت جوازونه نوي کړي، په تېره بیا لویې کورنۍ.''

په ورته وخت کې، هغو کارخونو کې چې د بهرنیو کارکوونکو شمېر پکې د سعودیانو پرتله ډېر دی، په ۲۰۱۸ کال بهرنیان باید هره میاشت تر سلو ډالرو ډېره مالیه ورکړي چې معمولاً د هغوی له تنخاوو ګرځول کېږي. په ۲۰۱۹ کال په هغو کارخونو کې چې د بهرنيو کارکوونکو شمېر کم دي، باید هره میاشت ۸۰ ډالر ورکړي.

د رپوټونو له مخې، په ځینو هغو شرکتونو کې چې د بهرنیو کارکوونکو شمېر د سعودیانو پرتله ډېر دی، د هر کارکوونکي مقابل کې تر ۵۰ ډېر ډالر ورکوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ۲۰۱۸ کال به بهرنیان هره میاشت څه باندې سل ډالر مالیه ورکوي چې تر ډېره یې له تنخا ګرځول کېږي

دا شمېرې هم کال په کال ډېرېږي.

نوې مالیې داسې مهال وضع کېږي، چې سعودي عربستان کې د اوسېدونکو بهرنیانو د وېزو نوي کولو لګښت په ډېرېدو دی. د ۲۰۱۶ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د سعودي عربستان حکومت له هر هغه بهرني نه تر ۱۳۳ ډېر ډالر اخیستل، چې غواړي په درې میاشتنۍ وېزه څو ځلې دغه هېواد ته ولاړ شي. له درو میاشتو وروسته، که وغواړي یوه میاشت نور هم پاتې شي، د اقامت ویزه باید نوې کړي او تر ۵۰ ډېر نور ډالر ورکړي.

دا وضعیت سعودي کې مېشتو افغان سوداګرو ته هم لوی ګوزار دی او په دې هېواد کې د خپل کاروبار د دوام پروړاندې خنډونه ورته جوړوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعودي کې مېشت شتمن افغانان قزاقستان، ترکیه او نورو اروپايي هېوادونو ته د تګ په درشل کې دي

ترکیه او قزاقستان، د افغان سوداګرو نوی هدف

د سعودي فرانسې بانک وړاندوېینه کړې چې د مالیو اخیستو د پروګرام په عملي کېدو سره به، د ۲۰۲۰ کال په راتګ سره نژدې ۶۷۰ زره بهرنیان له سعودي عربستان ووځي.

د هند په څېر هېوادونو ګڼ وګړي دا مهال عملاً خپلو هېوادونو ته د ستنېدو په درشل کې دي او ځینې یې درېیم هېواد ته د کډوالۍ تکل لري.

رپوټونه وايي، سعودي کې ګڼ شتمن افغانان د قزاقستان او ترکیې په څېر هېوادونو ته د تګ په فکر کې دي او ځینې یې د اروپايي هېوادونو فکر کوي. د ځای دا بدلول د پروفیسر مارسډن په وینا، د سوداګرۍ له اړخه د افغان سوداګرو لپاره منفي اغېز لري، ځکه چې په وینا یې، ''ګڼ افغانان څو لسیزې سعودي عربستان کې اوسېدلي او هلته کاروبار لري او له همدې هېواده چین او ترکیه کې له نورو سوداګریو سره اشنا شوي. په تېره یوه لسیزه کې یې سعودي عربستان کې زښت ډېرې پانګونې کړې دي.''

ځینې سعودي مېشت افغانان وايي، په دې فکر دي چې بچیان یې اروپا ته واستوي.

په دوی کې هغه چې له ډېر سخت وضعیت سره مخامخېدونکي دي، لږ عاید لرونکې کورنۍ ديچې درېیم هېواد ته د سفر کولو توان نه لري. له یوې خوا افغانستان ته د ستنېدو د مالي لګښت برابرول ورته ګران دي، ځکه چې د کورنیو غړي یې ډېر دي، بل خوا ځینې دا ډول کورنۍ د افغانستان د شمال او شمال ختیځ او مرکزي سیمو دي چې اوس پکې ناامنۍ ډېره شوې ده.

ځینې کورنۍ ان څلور لسیزې سعودي عربستان کې اوسېدلې دي. ډېری غړي یې د سعودي عربستان ټولنه کې لوی شوي، همالته یې زده کړې کړې دي او په ټولنه کې مدغم شوي دي. په افغان ټولنه کې ددغو کسانو جذبېدل ښايي ګران کار او پېچلی کار وي.

سعودي عربستان او د فارس خلیج حوزې نورو عربي هېوادونو کې ګڼې کورنۍ کارګرې دي او په ودانیزو پروژو کې کار کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعودي کې ځینې افغانان د غالیو او ارزانبیه توکو پر کاروبار بوخت دي

غالۍ، تمیس بخاري وریجې او تمیس ډوډۍ

خو ګڼې نورې افغان کورنۍ بیا د سعودي عربستان غالیو او ارزانبیه توکو کاروبار کوي.

هلته یوشمېر افغانان رستورانتونه او نانوایۍ هم لري، په تېره بیا مکه مکرمه او مدینه منوره ښارونو کې دوی مخکښ رول لري.

سعودي عربستان کې افغانان په رنګارنګ وریجو او وچې ډوډۍ پخولو شهرت لري، چې هلته ''بخاري وریجې'' او ''تمیس ډوډۍ'' ورته وايي، ان عربان یې هم مینه وال دي.

سعودي عربستان، قطر او متحده عربي امارات هوډ لري له مالي ستونزو سره د مبارزې لپاره په ۲۰۱۸ کال مالیې ډېرې کړي، چې ښايي بحرین، کویت او عمان هم دا ګام واخلي.

په جولای میاشت کې سعودي عربستان د سیګرټو او ګازلرونکو څښاک او انرژۍ په څېر توکو مالیه په کم سارې توګه لوړه کړه چې ددغو توکو بیې هم ورسره لوړې شوې.

دغه مایې د سیګرټو او انرژي لرونکي څښاک پرسر ۱۰۰ په سلو او د غیر الکلي مشروباتو لپاره ۵۰ سلنه ده.

ورته مطالب