خوست کې د ایچ ای وي او زیړي نوی وقایوي مرکز

پرانیسته
Image caption دا په افغانستان کې دیارلسم ولایت دی، چې پکې د اچ ای وي مرکز په لوړ معیار جوړېږي.

په لومړي ځل په سوېل ختیځ خوست ولایت کې د ایچ، ای، وي، تور او سپین زیړي ناروغیو د وقایې او درملنې اتلس میاشتنی مرکز د ۵۳ میلیونو افغانیو په ارزښت پرانیستل شو.

دا روغتیايي مرکز په داسې حال کې خپلې چارې پيلوي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په دې سخت کلتوري ولایت کې د ایډز ۶ مثبت پيښې ثبت شوي او په ایډز ناروغۍ د اخته ټولو شمېر ۶۳ ناروغانو ته لوړ شو.

دا په افغانستان کې دیارلسم ولایت دی، چې پکې د اچ ای وي مرکز په لوړ معیار جوړېږي.

ددغه مرکز د جوړېدو ټول لګښت د ''ګلوبل فونډیشن'' مؤسسې له خوا ورکول کیږي.

خوست والي حکم خان حبیبي وویل:

''د دغه مرکز ټول لګښت یوه همکاره مؤسسه ورکوي. خدای مه کړه، که څوګ په توري زیړي، سپین زیړي یا ایډز اخته کېږي نو درملنه به یې دغه روغتیايي مرکز کې کېږي او هغه کسان چې دې برخه کې عامه پوهاوی نه لري دوی ته به د دغو ناروغیو د ضررونو په اړه معلومات ورکول کېږي.''

د ایډز ناروغۍ په برخه کې افغانستان او پاکستان غواړي ګډ‌ کار وکړي

د ایډز نړیواله ورځ، افغانستان کې له ۲ زره ډېرې د اېډز پېښې ثبت شوې

افغانستان: د ژيړې د ناروغۍ د پراختیا خطر شته

د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې په ایډز ناروغۍ اخته ډېری ناروغان په درملنې پسې د شرم له وجهې له هېواد بهر ځي.

د انځور حقوق Ian Cuming
Image caption خوست ولایت کې ۶۳ د اېډز پر ناروغیو اخته دي.

د خوست د عامې روغتیا ادارې لپاره نوي ټاکل شوي مشر ډاکتر حبیب شاه انصاري خبریالانو ته وویل، په دغه مرکز کې به په یادو دریو ناروغیو د اخته ناروغانو درملنه په معیاري بڼه ترسره کېږي.

ښاغلي انصاري وایي: ''دا د تور، سپین زیړي او په ایډز ناروغۍ د اخته کسانو لپاره یو ښه ګام دی، ځکه د دغو ناروغیو درملنه ډېر په لوړ قیمت کېږي، هر څوک چې راځي موږ یې په لوړ معیار په وړیا ډول دلته درملنه کوو.''

د عامې روغتیا رییس وویل، تر اوسه په خوست کې د دوی اړوندو روغتیایي کاروونکو ۶۹۲ کسان معاینه کړي، چې ۶۶ د تور زېړي، ۳۴ د سپين زېړي او ۶۳ د اېډز پر ناروغیو اخته دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب