نجیبه حسیني، چې ارمانونه یې ګور ته ورسره یووړل

جنازه
Image caption د نجیبې حسیني په کور اوس د غم فضا خوره شوې او د کورنۍ غړي یې ویر ته ناست دي.

د کابل ښار په لوېدیځ کې د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۳۱ کسانو ته پورته شوی دی. د برید ډېری قربانیان د کانونو وزارت کارکوونکي دي. په قربانیانو کې د مرکزي ولایت دایکندي اوسېدونکې نجیبه حسیني هم ده.

د ځوانیمرګې نجیبې حسیني د غم ځپلي ورور د ژړا غږ، نجیبه د هغو لسګونه قربانیانو له ډلې یوه ده چې پرون په ځانوژونکي برید کې ووژل شول. د دوی په کور اوس د غم فضا خوره شوې او د کورنۍ غړي یې ویر ته ناست دي.

نجیبه حسیني د دوشنبې په سهار له خپلو یوشمیر نورو همکارانو سره د دفتر په لور روانه وه چې پر کاسټر موټر یې ځانوژونکی برید وشو.

نجیبه حسیني په دې وروستیو کې په کانونو وزارت کې په کار ګمارل شوې وه.

د کانونو وزارت وایي، د دوی اکثره کارکوونکو چې په دې برید کې وژل شوي دي، د لسانس تر کچې زده کړې درلودې. فاطمه غزل په هند کې د نجیبې حسیني ملګري او ټولګیواله پاتې شوې.

کابل کې ځانمرګي برید لږترلږه ۳۰ کسان ووژل

افغانستان- پاکستان او د "تورونو لوبه"

د سترګو لیدلی حال: زموږ د مرګ او ژوند تر منځ څو ثانیې

نجیبې حسیني د ژوند ډېرې ټیټې هسکې ګاللې او همدا لامل و چې له یوه وروسته پاتې ولایت دایکندي نه یې ځان بهر کې زده کړو ته رسولی و. نوموړې د لسانس او ماسټرۍ ډیپلوم په هند کې اخیستی و.

دایکندي هغه ولایت دی چې تراوسه یې ډیری سړکونه خام او ښونځي یې ودانۍ نه لري، خو نجیبې د زده کړو او کار لپاره خپل کور کلی پریښی و او په کابل کې له خپل ورور سره اوسېدله.

د نجیبې ورور اوس ډیر ویرجن دی، هغه خپل پلرني ځای دایکندي ته د خپلې خور جنازه لیږدوي.

د انځور حقوق FB
Image caption دغې نجلۍ په بهر کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې وې او اوس ـ اوس په کانونو وزارت کې په دنده ګمارل شوې وه. د نجیبې کورنۍ اوس د غم پر ټغر ناسته ده.

د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د ښځو د زده کړو پر وړاندې خنډونه وي، خو نجیبې د دغو خنډونو سره تل مبارزه کوله او ځان یې ورته نه تسلیماوه.

پنځه ویشت کلنه نجیبه د دایکندي له ګوتو شمار ځونانو نه وه چې په کابل کې يې دنده موندلې وه، خو ژوند ورسره ملګرتیا ونه کړه او ګڼ ارمانونه یې ګور ته یوړل.

ورته مطالب