افغانستان له م. م خپل دیپلومات 'د خپلې ښځې وهلو له کبله' ورغوښتی

د انځور حقوق Thinkstock

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په ملګرو ملتونو کې افغان دیپلومات محمد یما عیني کابل ته غوښتی دی. پر ښاغلي عیني تور دی، چې امریکا کې یې خپله مېرمن وهلې، ډبولې ده.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي، که پر ښاغلي عیني دغه تور ثابت شي عدلي او قضايي ادارې به د هېواد له نافذه قوانینو سره سم چلند ورسره وکړي.

کابل کې د بي بي سي خبریال بشیر پیمان په خپل رپوټ کې ویلي، مېرمن مژګان عیني، چې نیویارک کې اوسي تور پورې کړی دی، چې خپل مېړه پرې تشدد کړی دی.

کراچۍ کې افغان دیپلومات د خپل ساتونکي په ډزو وژل شوی

کوټه کې د افغان کونسلګرۍ مامور ورک شوی

نیویارک پولیسو د روغتون مسوولینو له قوله ویلي، چې مېرمن عیني تر دې حده ژوبله شوې، چې د روغتون عاجله څانګه کې یې درملنه کېږي.

پولیسو دغه راز ویلي، دغه ۴۶ کلن افغان دیپلومات د تېرې شنبې پر ورځ غرمه مهال پر خپلې مېرمنې برید کړی، د سر له وېښتو يې راکاږلې او پر مخ او سر یې په څپېړو وهلې ده. پولیس وايي د مېرمن عیني پر بدن او د ښۍ سترګې څنګ ته د وهل کېدو نښې نښانې ښکاري.

بل لور ته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویندوی احمد شکیب مستغني بي بي سي سره خبرو کې ویلي، که د مېرمن عیني ادعا ثابته شي، قضیه به د افغانستان د قوانینو له مخې وڅېړل شي.

نیویارک پولیسو ویلي، د دیپلوماتیک خوندیتوب له کبله دوی نه شي کولای په دې تړاو څه اقدام وکړي. ښاغلي عیني، چې ملګرو ملتونو ادارې کې د افغانستان په استازولۍ کې د مستشار یا سلاکار دنده لري د خپلې مېرمنې دغه ادعا رد کړې ده.

دی وايي، د ده او مېرمنې تر منځ یې کومه شخړه نه ده شوې. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مسوولین ویلي، د عدلي او قضايي ادارو له څېړنو بشپړېدو وروسته به ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي کې د ښاغلي عیني پر ځای د بل دیپلومات ټاکلو پرېکړه کوي.

ورته مطالب