د کورنیو تولیداتو لپاره هرات او جاکارتا مخامخ الوتنې پیلوي

الوتکه د انځور حقوق .
Image caption تر اوسه د هرات - جارکارتا مخامخ الوتنو پیلېدو نېټه نه ده په ډاګه شوې.

په کابل کی د اندونیزیا سفیر عارف رحمن هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، د هېواد یو هوایي شرکت به ډېر ژر د هرات او جارکارتا ترمنځ مخامخ الوتنې پيل کړي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بي بي سي ته وویل، دغه الوتنې چی مالومه نه ده څه وخت به پيل شي، د دواړو هېوادو د کورنیو تولیداتو د لېږد رالېږد په موخه ترسره کېږي.

نوموړی وایي، ښاغلي رحمن هرات ته د دې سفر په ترڅ کې له هراتي سوداګرو هم غوښتي چې په هغه لوی نندارتون کی ګډون وکړی چې ټاکل شوې په جاکارتا کې جوړ شي.

ښاغلی فرهاد وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ هوایي دهلیز به د افغانستان او په ځانګړې توګه د هرات د سوداګرۍ له ودې سره مرسته وکړي:

"د اندونیزیا سفیر دوې ورځې وړاندې هرات ته راغلی و چې دلته یې له سوداګرو سره ناستې لرلې، له مرستیال والي سره یې ژمنه وکړه چې هېواد یې له هراته جاکارتا ته د مستقیمو الوتنو لپاره چمتو دی."

حامد کرزي هوايي ډګر ته کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ځنډول شوې

اندونیزیا له ۹ کلن بندیز وروسته امریکا ته الوتنې پیلوي

فرهاد زیاتوي، اندونیزیا ته مستقیمې الوتکې ځکه ګټورې دي، چې د هرات تولیدات به مستقیماً اندونیزیا ته لېږدول کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یو نوی ګډ بازار رامنځ ته کېږي.

دی وايي، هغه توکي چې افغانستان اړتیا ورته لري، له اندونیزیا نه به مستقیماً هرات ولایت ته لېږدول کېږي.

څه موده وړاندې هند هم د افغان مېوو د لېږد لپاره له کابل سره د راکړې ورکړې لپاره چمتووالی ښودلی و.

ورته مطالب