سویډن کمېټه لغمان کې خپل روغتیايي فعالیتونه دروي

لغمان د انځور حقوق AFP
Image caption لغمان د کابل ختیځ کې له نسبتاً نا امنیه ولایتونو ګڼل کېږي.

د سویډن کمیټې په ختیځ ولایت لغمان کې تر نامعلومې نیټې پورې خپل روغتیایي خدمتونه ودرول او د شلو کلینیکونو دروازې یې وتړلې. دوی وایي د امنیتي ګواښونو راپورونه یې ترلاسه کړي وو. د لغمان اوسېدونکي بیا وایي، د روغتیایي مرکزونو تړلو ورته ستونزې پیښې کړي او دوی غوښتنه کوي چې ژر تر ژره یې باید بیا پرانستو ته هڅه وشي.

د سویډن کمیټې روغتیایي مرکزونو په لغمان کې شااوخوا پنځه لکو کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کول، خو دغې کمیټې نن اعلان وکړ چې د امنیتي ګواښونو له امله تر نامعلومې نېټې خپل فعالیت دروي.

سویډن کمیټې یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د لغمان په مرکز مهترلام، اليشنګ او الينګار ولسوالیو کې یې ۲۰ کلينکونه تړلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې طالبانو له دوی نه وغوښتل چې خپل خدمات او کلينکونو نورو سيمو ته ولېږدوي، خو کله چې دوی دا کار ونه کړ ګواښونه ورته وشول.

کمېټې په اعلاميه کې ګواښ کړی، که حالت همداسې دوام وکړي په دې ولايت کې به د بیارغونې، پوهنې او د کلیو د پراختیا پروګرامونه هم ودروي.

'د سویډن کمېټې روغتون کې درې کسان وژل شوي'

"د سويډن کمېټې پر روغتون بريد کې نړيوال ځواکونه ښکېل وو"

سور صلیب: نا امنۍ مو کار له خنډ سره مخ کړی

د لغمان ځايي اوسېدونکي دې چارې ته اندېښمن دي. دوی وايي دې کلينکونو یې لومړنۍ روغتيايي ستونزې تر ډېره ور حل کړې وې.

د لغمان اوسېدونکی صبور يې په اړه راته وويل:

"کلینیکونو بندېدو ډېرې ستونزې پیدا کړې دي؛ ځکه چې یوازې پر روغتونونو تکیه نه شو کولی، که دا ستونزه د ناامنیو له کبله وي، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې دا ستونزه حل کړي."

د لغمان د ولایتي شورا مرستيال عبدالعزيز بیا وایي، سویډن کمیټې په لوی لاس ځانته امنیتي ګواښونه پیدا کړي دي.

د لغمان د عامې روغتيا مشر عبدالمعروف جليلي بي بي سي سره خبرو کې دا يوه لويه ستونزه ياده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د ستونزې د هواري په پار يې هڅې ګړندۍ کړي:

د انځور حقوق Sca
Image caption کمېټې په اعلاميه کې ګواښ کړی، که حالت همداسې دوام وکړي په دې ولايت کې به د بیارغونې، پوهنې او د کلیو د پراختیا پروګرامونه هم ودروي.

"دا ستونزه شته، د همدې ستوزنې د حل لپاره دا مهال زه کابل ته تللی یم. هیله مو دا ده چې دا ستونزه حل شي."

تراوسه وسله والو طالبانو سویډن کمیټې ته د ادعا شویو ګواښونو په اړه څه نه دي ویلي.

سویډن کمیټې اوس او پخوا له ټولو وسله والو مخالفینو غوښتي چې د بشري حقونو شته کنوانسیونونو ته درناوی وکړي او ملکي وګړي له روغتیایي اسانتیاو بې برخې نه کړي.