افغان ولسمشر جګړه ځپلي هلمند ولایت ته تللی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ولسمشر غني هلمند ته تللی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جنګ ځپلي هلمند ولایت د امنیتي وضعیت ارزولو په پار دغه ولایت ته تللی.

د ولسمشر غني ویاند شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته وویل، ولسمشر د پنجشنبې په ورځ (زمری ۵ مه) هلمند ته روان شو.

ښاغلی مرتضوي وايي، په پام کې نه ده چې ښاغلی غني به د ګاونډي کندهار په ګډون نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي.

تېره ورځ کندهار کې پر پوځکوټ د طالبانو پراخ برید کې د ملي اردو تر ۴۰ ډېر سرتېري ووژل شول.

"پوځکوټ کې قومندانان د طالبانو له برید خبر شوي وو"

د هلمند جګړې پر لومړۍ کرښې ژوند

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه وايي، ښاغلی غني په دغه سفر کې د هلمند د امنیتي وضعیت پر ارزونه سربېره د دغه ولایت په وروستیو پېښو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو له کورنیو سره وویني.

د افغانستان دغه سویلي ولایت په روانه میاشت کې د ګڼو خونړیو او امنیتي پېښو شاهد و.

د انځور حقوق ARG
Image caption د ولسمشر غني ویاند شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته وویل، ولسمشر د پنجشنبې په ورځ (زمری ۵مه) هلمند ته روان شو.

د جولای په ۲۰مه وسله والو طالبانو د سوېلي هلمند په ګریشک ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ، چې د دې ولسوالۍ نژدې شل پوستې یې ونیولې.

داسې رپوټونه هم خپاره شول چې دغو بریدونو کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده زوی هم برخه اخیستې وه او ځانمرګی برید یې کړی دی.

یوه ورځ وروسته په دغه ولایت کې پر افغان ځواکونو د امریکا هوايي ځواکونو برید وکړ او د دوه قومندانو په ګډون یې ۱۶ افغان سرتېري ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.

پېښه په ګریشک ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د امریکا پوځي الوتکې د هوا له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ورغلې وې.

هلمند ته د ښاغلي غني له سفر سره هم مهاله، افغان ځواکونه له طالبانو د غور تیوره ولسوالۍ د مرکز بېرته نیولو لپاره یرغلیز عملیات کوي.

د غور والي ناصر خاضع بي بي سي ته وویل، د پنجشنبې پر ګهیځ د ولسوالۍ په شاوخوا کې سخته جګړه پیل شوې ده.

ورته مطالب