د افغان پوځ د ملاتړ لپاره فراه کې بیا بهرني ځواکونه مېشت شول

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان دفاع وزارت دا ځواکونه د ناټو هغه روزنډلې بولي چې افغان ځواکونه روزي.

د لویدیځ ولایت فراه ځایی چارواکي وایي چې د پنجشنبې په سهار یو شمیر بهرنی پوځیان د افغان امنیتی ځواکونو د ملاتړ په موخه د دغه ولایت په مرکز کی ځای په ځای شول.

فراه د افغانستان په لویدیځ کې ناامنه ولایت دی چې په ډيری سیمو کې یې د دولت وسله وال مخالفان نفوذ لري.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري فراه ته د رسېدلو بهرنیو ځواکونو کره شمیره ونه ښوده، خو ویې ویل چې دوی د افغان ځواکونو د هوایي او مځکني ملاتړ لپاره تجهیزات هم ورسره راوړي دي.

"دا بهرني ځواکونه د وسلوالو پرضد چاڼیزو عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره برخه اخلي، امنیتي برخو کې به افغان ځواکونو ته سلا مشورې ور کوي. هوايي او ځمکنی ملاتړ به یې هم کوي".

د نوموړي په خبره، فراه ته د دې ځواکونو په تللو سره به افغان ځواکونه ډېر پیا وړي شي او افغان ځواکونه به په ډېرو امنیتي برخو کې پرمختګ وکړي.

* د فراه ولايت کلاوې په انځورونو کې

* فراه کې پړانګ د ازادېدو پرمهال یو کس ټپی کړ

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي، فراه کې ځای په ځای شوي بهرني سرتېري د ناټو د پرېکند ماموریت چوکاټ کې هغه روزنډلې دي چې افغان ځواکونه روزي.

د نوموړي په خبره، د دوی په روزنې سره افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې پیاوړي کېږي:

"افغان ځواکونه د نویو وسلواو او تجهزیاتو کارول زدکوي چې د مخالفانو سره په جګړه کې لا ډېر اغېزناک شي".

هغه دا هم وايي، چې بهرني ځواکونه په ځمکنیو عملیاتو کې برخه نه اخلي بلکې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.

د کوم هېواد سرتېري؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکايي قومندان د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو د ځپلو لپاره له ولسمشر ټرمپ د څو زره سرتېرو غوښتنه کړې ده.

که څه هم افغان چارواکي دا نه وايي، چې دا ځواکونه د کوم هېواد دي، مګر خواله رسنیو کې د فراه اوسېدونکو ویلي، چې امريکايي پوځیان دي او شمېر یې هم تر ۱۲۰ پورې رسېږي.

فراه په وروستیو کلونو کې له ورځې بلې ته ناامنه کېږي.

تېر کال وسلوال طالبان د دې ولایت د مرکز تر څنډو ورسېدل، خو هغه مهال هم د بهرنیو ځواکونو په مداخله په شا وتمبول شول.

* " امریکا تر اوسه افغان جګړه کې ۸۰۰ میلیارد ډالر لګولي"

* " امریکا تر اوسه افغان جګړه کې ۸۰۰ میلیارد ډالر لګولي"

د فراه ډېری ولسوالۍ ناامنه دي او تېر کال خو د دوو ولسوالیو مرکزونه هم له یوې سیمې بلې ته ولېږدول شول.

فراه کې د بهرنیو ځواکونو ځای په ځای کېدل په داسې مهال دي چې امریکا غواړي افغانستان ته تازه دم سرتېري و استوي.

که څه هم د دې سرتېرو کره شمېر معلوم نه دی، خو رسنۍ اټکل کوي چې دا سرتېري به تر څلور زرو پورې وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان چارواکي د افغان ځواکونو د روزنې لپاره بهرني پوځیاڼ ډېر ګټور بولي.

ورته مطالب