افغانستان کې د ۱۳۹۶ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې

د لوړو زده کړو وزارت ویلي، په هېواد کې د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي بنسټونو ته ۱۴۷ زره کسانو لار موندلې ده د انځور حقوق mohe
Image caption د لوړو زده کړو وزارت ویلي، په هېواد کې د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي بنسټونو ته ۱۴۷ زره کسانو لار موندلې ده

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۶ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې، چې ټول ټال ۱۸۷ زره کسانو نوملیکنه ورته کړې وه او تر ۱۶۹ زرو ډېرو کسانو په دې ازموینه کې ګډون کړی و. د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي د سږني کانکور له دريو یوه برخه ګډونوالې نجونې دي.

د لوړو زده کړو چارسمبالي وزیر عبداللطیف روشان وویل، کانکور کې څه باندې ۹۲ زره ګډون کوونکو لوړو زده کړو مؤسسو او نیمه عالي دولتي لوړو زده کړو بنسټونو ته لار موندلې ده.

هغه زیاته کړه، د کانکور ازموینې ګډون کوونکو له ډلې تر ۶۰ زرو ډېرو کسانو عالي دولتي لوړو زده کړو ادارو او ۳۱ زرو نورو نیمه عالي دولتي مؤسسو ته لار پیدا کړې ده:

''۱۸۷۹۰۶ ګډونوال مو درلودل، چې ۱۶۹۵۲۹ تنو یې په عمومي او متفرقه ازموینو کې ګډون کړی و چې له دې ډلې ۶۰۶۲۹ کسان په دولتي لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو کې جذبېږي او ټول ۳۱۶۲۹ کسان په نیمه لوړو زده کړو مؤسساتو کې جذبېږي.''

د ښاغلي روشان په وینا، د کانکور ټول ګډون کوونکي بایومیتریک شوي وو چې په دې بهیر کې د ټګۍ برګۍ مخه هم ونیول شوه او د تېرو کلونو پرتله سږ کال کانکور ډېر شفاف و.

نوموړي وویل، بیا هم سږني کانکور کې ۱۱۰ سرغړونې ثبت شوې دي.

د هغه په خبره، د کانکور د وخت بدلېدل هم په ټول هېواد کې د داوطلبه کسانو لپاره دا لاره پرانیسته چې په ازموینه کې ګډون وکړي او هېڅوک په ازموینه کې له دې بهیره پاتې نه شول.

په سږنۍ کانکور ازموينه کې رضا رفعت چې د بامیان د پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی تر ټولو لوړې يانې ۳۴۴.۲۴ نومرې اخیستې. دوهم کس د غزني ولايت اوسېدونکی اخترمحمد دی چې ۳۴۴.۲۰ نومرې يې اخيستې او درېیم کس هم د کابل ولایت اوسېدنکی ذبیح الله دی چې ۳۴۲.۶ نومرې يې ګټلې.

د لوړو زده کړو وزارت د ازموينو عمومي مشر احمد جاوېد رسولي وايي د سږ کال کانکور ازموينه رڼه وه:

"تېر کال مو له ټول افغانستان څخه دوه زره او دوه سوه د سرغړونې پېښې درلودې. له نېکه مرغه په افغانستان کې د بایومیتریک سيستم د کارونې له امله موږ د سرغړونو کچه له ۲۲۰۰ څخه سږ کال ۱۱۰ موردونو ته راښکته کړه چې دا یو پام وړ بدلون دی."

نژدې دوه ويشت زره کسان چې له ۱۵۰ لږې نومرې يې اخیستې ناکام بلل شوي. سره له دې چې هر کال لسګونه زره زده کوونکي دولتي پوهنتونونو ته له تګ څخه باتې کېږي خو د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي لا هم د پوهنتونونو د فارغو شوو کسانو لپاره د کار د بازار د نشتوالي له امله اندېښمن دي.

هغوی وايي په افغانستان کې لوړې زده کړې د کار له بازار سره اړخ نه لګوي او له همدې امله يې له یو شمېر نورو ادارو سره داسې پروګرامونه پیل کړي چې د کار د بازار له غوښتنو سره سم فارغان ولري.

Image caption د رضا په نوم له کابله یو محصل د سږ کال عمومي اول نومره اعلان شو

افغانستان کې تحصیلي کال په حمل/وري میاشت کې پیلېږي چې ترې وړاندې به ژمي کې په ټول هېواد کې کانکور ازموینه اخیستل کېده.

د ۲۰۱۶ کال نومبر میاشت کې د لوړو زده کړو وزارت وویل، د افغان دولت د کابینې د تصویب پربنسټ، کانکور ازموینه باید د کب پر ۲۵مه پیل او چنګاښ میاشت کې پای ته ورسېږي او زمري میاشت کې د کانکور پایلې اعلان شي.

افغانستان کې کانکور په څو پړاوونو کې په بېلابېلو حوزو کې ترسره کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب