د کابل اوبه؛ نورې د څښاک نه دي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د افغانستان چاپېريال ساتنې اداره وايي، د پراخې ککړتيا له امله د افغان پلازمېنې کابل ځينو برخو کې اوبه د څښاک نه دي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، د کابل ځينو برخو کې د ککړتیا له امله اوبه نورې د څښاک وړ نه دي.

د بي بي سي ټیم د کابل اوبه ازمایلې او موندلې یې ده چې ددې ښار په ۱۰۰ سي سي اوبو کې، ان د هغو سيمو چې اوبه یې پاکې بلل شوي، اوبو کې یې ګڼې باکټریاوې شته.

زموږ همکار عبیدالله حسام په دې رپوټ کې په ډاګه کړې چې د څېړنو پایله ښيي د څښاک لپاره د کابل د یو شمېر سيمو اوبه له روغتیايي پلوه د اندېښنې وړ دي.

د کابل شمالي څنډه کې، د اوبو یوه پایپ ته لسګونه کسان په کتار ولاړ وو. ددوی په لاسونو کې ژیړې بوشکې وې. هر یو هڅه کوله چې له نورو مخکې اوبه ترلاسه کړي. دوی مې وپوښتل چې ولې د خپلو کورونو د څاه اوبه نه کاروي؟

څو تنو ویل چې د کورونو څاګانې یې وچې شوي، خو د ډېرو خبره دا وه چې د کورونو د څاګانو اوبه یې ککړې دي. دوی د خپلو کورنو د اوبو ککړتیا له رنګه او خونده مالومه کړې وه، خو په اوبو کې د باکټریا شتوالي په اړه یې ګومان تر یقینه نژدې و؛ ځکه یې د خپلو کورونو له اوبو لاس اخیستی دی.

Image caption د کابل شمالي څنډه کې، د اوبو یوه پایپ ته لسګونه کسان په کتار ولاړ وو.

ځينو یې اوږد واټن واهه، چې له دې نوي کنستل شوي څاه نه د څښاک وړ اوبه ترلاسه کړي. ددوی لپاره په دې سيمه کې شاوخوا ۱۶۰ متره ژور کوهي کنستل شوی او ورته ویل شوي چې اوبه یې پاکې دي.

د کابل اوسېدونکی غلام رباني چې د اوبو ترلاسه کولو لپاره اوږد کتار کې ولاړ و او ژېړې بوشکې یې لاس کې راته وویل، د خپل کور اوبو ککړتیا تر دې ځایه راوستو ته اړ کړی یم. هغه ویل هره ورځ له دې ځایه ډېر په تکلیف اوبه چلوي:

"زموږ په سيمه کې د څاګانو اوبه د څښاک وړ نه دي. هم تروې دي او هم یو ډول ځګ لري. "

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې له څو کلو راهیسې ویل چې د کابل اوبه ککړې دي، خو اوس وايي، د ککړتیا کچه یې د اندېښنې وړ ده.

Image caption د کابل د اوبو د ککړتیا د کچې ازمایلو لپاره مو د کلیو پراختیا وزارت د لابراتور د برخې دوه ډاکټران له ځان سره بوتلل او د پلازمېنې له دوه سیمو مو د نمونې په توګه اوبه واخیستې.
Image caption دوی په ډېر دقت په څو پړاوونو کې له څاګانو په ځانګړو بوتلونو کې اوبه واخیستې.

ددې ادارې مرستیال عبد الولي مدقق بي بي سي ته وویل، د کابل د یو شمېر سیمو د څاګانو اوبه ککړې دي او په مستقیم ډول د څښاک وړ نه دي:

"دغه اوبه چې زموږ هېوادوال د کابل په ښار کې ترې اوس استفاده کوي، ککړې دي. د ځمکې لاندې اوبه په ځينو سيمو کې د څښاک وړ نه دي. په ځانګړې توګه د هغو سيمو اوبه چې ګڼ نفوس پکې ژوند کوي او کانالیزاسیون سیسټم خو په مجموع کې موږ نه لرو.

د تشنابونه او یا بیت الخلاوو فاضله مواد په خلاص ډول راځي طبیعت او یا چاپېریال ته او د اوبو په وسیله د ځمکې لاندې اوبو ته لار مومي. همدې اوبه ککړې کړې او د څښلو وړ نه دي."

د کابل د اوبو د ککړتیا د کچې ازمایلو لپاره مو د کلیو پراختیا وزارت د لابراتور د برخې دوه ډاکټران له ځان سره بوتلل او د پلازمېنې له دوه سیمو مو د نمونې په توګه اوبه واخیستې. دوی په ډېر دقت په څو پړاوونو کې له څاګانو په ځانګړو بوتلونو کې اوبه واخیستې.

دوی دغه اوبه د دوه ورځو په موده کې د کلیو پراختیا وزارت د اوبو په ځانګړي لابراتوار کې و ازمایلې.

دوه ورځې وروسته د ازموینو پایلې په موخه دې وزارت ته لاړم.

زما لپاره چې شاوخوا شلو کلو راهیسې ګڼ مېشتي کابل ښار کې ژوند کوم، ددې ښار د اوبو د ککړتیا خبره نوې نه وه، خو چې د اوبو د ککړتیا د کچې په اړه پوه شوم، اندېښمن یې کړم.

پایلې په ډاګه کوي چې د کابل په ۱۰۰ سي سي اوبو کې لسګونه باکټریاوې شته.

د کلیو او پراختیا وزارت د لابراتوار ډاکټر ذبیح الله صدیقي د اوبو پایله داسې یادوي:

"په لومړۍ بېلګه یا سمپل کې د باکټریا ازموینه مثبته ده، ټوټل کالي فارمز (Total coliforms) پکې ۱۸۶ دي. فیکل کالي فارمز (Fecal coliform) پکې ۲۲ او ایکولي (E Coli) هم پکې ۲۲ دي چې په ۱۰۰ سي سي اوبو کې ټولټال ۲۳۰ کلوني موجود دي.

Image caption "محرقه چې تبه لرونکې ناروغي ده هغه هم ډېری وخت د ککړو اوبو له لارې پیدا کیږي، هغه اوبه چې غایطه موادو ورسره تماس کړی وي او بیا انسانان هغه وڅښي. "

د دویمې سیمې د اوبو په ازموینه کې نمونه کې ټوټل کالي فارمز (Total coliforms) ۱۳ دي. فیکل کالي فارمز (Fecal coliform) پکې ۴ او ایکولي (E Coli) هم پکې ۴ دي چې په ۱۰۰ سي سي اوبو کې ټولټال ۲۱ کلوني شته. دا ډول اوبه د څښاک وړ نه دي. "

نړیوال روغتیايي سازمانونه او د افغانستان د نورم او ستندرد اداره وايي چې په ۱۰۰ سي سي اوبو کې باید هېڅ باکټریا نه وي. خو د پلازمینې د اوبو د ازموینې پایله ښيي چې په دومره اوبو کې لسګونه باکټریا شته.

دغه باکټریا چې د پلازمینې په اوبو کې دي، د کومو ناروغیو لامل کیږي؟

د انتاني روغتون ډاکټر ساغر عرب وايي:

" دغه باکټریا چې د اوبو د ازموینې په پایله کې ښودل شوي، له دې نه بېلابېلې ناورغۍ رامنځ ته کیږي. د بېلګې په توګه د کولمو زخم یا امبیاسیس (Amebiasis)، اسهال، مورقه، تور زیړی او ځېنې نورې ناروغۍ. دوی بیا مختلفې کلیکي بڼې لري. لکه په امبیاسیس کې امیبیاسیس کې خوني اسهال وي، د وجود د اوبو د ضایع کېدو لامل کیږي او ان کیدای شي مړینه واقع شي.

د افغانستان د کارېزونو تاریخي اهمیت

د اوبو د کمښت په اړه د نړيوالو اندېښنې

همداراز محرقه چې تبه لرونکې ناروغي ده هغه هم ډېری وخت د ککړو اوبو له لارې پیدا کیږي، هغه اوبه چې غایطه موادو ورسره تماس کړی وي او بیا انسانان هغه وڅښي. "

ککړې اوبه د مرګ خطر هم لري

خو د پلازمینې اوسېدونکي د څاه ګانو اوبه په څه ډول څښي؟

د کابل ډېری اوسېدونکي د څاه اوبه له چاڼ یا تصفيه کولو پرته څښي.

د کابل اوسېدونکی محمد صابر مې د څښاک اوبو په اړه وپوښت:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوسمهال افغان حکومت د پلازمېنې د اوبو د ککړتیا د مخنیوي لپاره ځانګړې او مناسبه حل لار نه ده وړاندې کړې،

"همدا اوبه چې له دې څاه وړو، همداسې څښو. نه پرې کومه دوا وهو او نه یې هم ایشوو. د خپل کور ماشومان چې هرکله ډاکټرانو ته بیایو، وايي خامې اوبه یا د څاه اوبه مه ورکوئ، خو څه وکړو داسې څه نه لرو چې اوبه پرې پاکې کړو. "

د کابل یوه اوسېدونکی چې موږ یې د کور اوبو وازمایلې، د خپل کور د اوبو د ازموینې پایلې او د ککړتیا د کچې په خبرېدو د خپل کور څاه وتړله او تر پخواني ژور یې یوه بله څاه وکېندله.

خو د کابل سلګونه زره اوسېدونکي د څښاک لپاره ددې ښار له باکټریا ډکې اوبه کاروي. هغه اوبه چې د ګڼو ناروغیو تر څنګ، د مرګ ګواښ هم پېښوي.

اوسمهال افغان حکومت د پلازمېنې د اوبو د ککړتیا د مخنیوي لپاره ځانګړې او مناسبه حل لار نه ده وړاندې کړې، خو یو شمېر ډاکټران وايي، د ناروغیو د مخنیوي لپاره د کابل اوبه دې له اېشولو او یا هم په کلورین تر پاکولو وروسته وڅښي.

اړونده مطالب

ورته مطالب