د تور زیړي نړیواله ورځ؛ خو پرې د اخته افغانانو شمېر معلوم نه دی

غونډه
Image caption د روغتیا نړیوال سازمان د زیړي په کابو کولو کې له افغانستان سره د مرستې ټټر وهلی دی.

د جولای ۲۸مه له تور زېړي سره د مبارزه نړیواله ورځ ده. چارواکي وايي دغه ناروغي په افغانستان کې د پراختیا په حال کې ده، خو پرې د اخته کسانو شمېر یې معلوم نه دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دې ورځې د لمانځنې په پار دوه ورځې وروسته (د جولای په ۳۰مه) غونډه جوړه کړې وه.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، افغانستان کې په تور زیړي د اخته کسانو شمېره نه لري، خو دغه ناروغي د پراختیا په حال کې ده.

په افغانستان کې د سپین زیړي (هیپټایټېس سي) ډېرې بېلګې په هرات او د تور زیړي (هیپټایټېس بي) په کابل کې ثبت شوې دي.

د کابل اوبه؛ نورې د څښاک نه دي

افغانستان: د ژيړې د ناروغۍ د پراختیا خطر شته

WHO: په اسیا کې ژیړی د ۵ میلیون انسانانو ژوند ګواښي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د زیړي د کنټرول برخې مشر ډاکټر نقیب الله همدرد بي بي سي ته وویل:

"په نشه یي توکو روږدي کسان، زندانیان او کډوال تر نورو کسانو ډېر پر دغه ناروغۍ د اخته کېدو له خطر سره مخامخ دي."

Image caption حمیدالله وايي دوې میاشتې وړاندې د خپلو سترګو ژیړوالي ته پام شو او ډاکټر ته ورغی، ژیړي نیولی و.

له زیړي له امله د مړه کېدونکو کسانو شمېر د توبر کلوز، ایډز او ملاریا له ناروغيو اوښتی دی.

وایروسي زیړی د انتاني ناروغیو یو ډله ده چې ای، بي، سي، ډي، اي ګروپونه لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې د زیړي له امله په کلني ډول ۱٫۴ میلیونه انسانان خپل ژوند له لاسه ور کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د زیړي په کابو کولو کې له افغانستان سره د مرستې ټټر وهلی دی.

بي بي سي د ژیړي د نړیوالې ورځې په پلمه، په دې ناروغۍ له یوه پولیس افسر سره د زړه خواله کړي، چې وايي دوې میاشتې وړاندې د خپلو سترګو ژیړوالي ته پام شو او ډاکټر ته ورغی، ژیړي نیولی و.

دی نه پوهېږي ولې په دې ناروغۍ اخته شوی.

حمیدالله د کابل انتاني روغتون کې تر درملنې لاندې دی او اوس له خپلې درمنې راضي ښکاري.

Image caption د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د زیړي د کنټرول برخې مشر ډاکټر نقیب الله همدرد د بي بي سي له فرهاد محمدي سره د ژیړي په اړه غږېږي.

روغتون کې د حمیدالله هغه بل څنګ ته د پلخمري ښار خداداد پر کټ پروت دی، چې کابل ته د ژیړي د درملنې لپاره راغلی.

که څه هم دی تر یوه بریده له خپلې درملنې راضي دی، خو وايي ډاکټران نه دي توانېدلي چې په بشپړه توګه د ده اندېښنه له منځه یوسي:

"ډاکټران وايي، ددې ناروغۍ جرړې نه شي ایستل کېدای او باید پاکستان یا هند ته ولاړ شې."

ژیړی د انسان پر ینه اغېز کوي او ځینې بڼې خو یې د سرطان (کنسر) د ناروغۍ لامل ګرځي. د روغتیايي کارکوونکو په وینا څلور ډوله زیړی شته چې تر ټولو سخت او وژونکی یې (بي) ډوله یا تور زیړی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب