د پکتیا جانیخېلو جګړه کې ولسي وګړي د 'پاڼ او پړانګ' ترمنځ بند پاتې دي

Image caption د پکتیا له جانیخیلو ولسوالۍ نه خوست ته د جنګ جګړو له امله تازه یوه راکډوال شوي بي بي سي ته وویل، ژوند یې جګړو، الوتکو او ځمکنیو ماینونو له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د پکتیا په جانيخیلو ولسوالۍ کې زرګونه ولسي وګړي د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې ایسار پاتې دي.

اوه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو له سختې جګړې وروسته اعلان وکړ، چې د پکتیا جانيخېل ولسوالۍ یې له حکومتي ځواکونو نیولې، خو حکومتي ځواکونه دا نه مني او وایي، په جانیخیلو ولسوالۍ کې یې له وسله والو طالبانو سره سختې نښتې روانې دي.

خوست کې زموږ خبریال احمد شاه پخپل رپوټ کې کاږي، د جنخیلو ولسوالۍ اوسیدونکي او د پکتیا چارواکي وایي، په دغه ولسوالۍ کې د سیمې نفوس ته په کتو لسګونه ګډې خوست او مرکز ته کډې شوې او پاتې په زرګونه د جګړو له امله بندې پاتې دي او دوی له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د پکتیا له جانیخیلو ولسوالۍ نه خوست ته د جنګ جګړو له امله تازه یوه راکډوال شوي بي بي سي ته وویل، ژوند یې جګړو، الوتکو او ځمکنیو ماینونو له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د پکتیا جاني خېل ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض خبرونه

د پکتيا په جانيخېلو کې يوه توغندي ۶ تنه ووژل

د نورستان پر وانټ وایګل ولسوالۍ برید شوی

د جانیخېل ولسوالۍ دغه اوسېدونکي همیم بي بي سي ته وویل: "مېنې ته هېڅوګ هم نه شي تللی، ځکه یوې خوا ډرون الوتکې ګزمې کوي هر سړی ویریږي، چې داسې نه بمبارد وکړي. ژوند سخت شوی دی. څوک له کور بهر نشي وتلی، کلینکونه بند دي، خوراکي توکي نشته عامې لارې په ماینونو پوښلي یا جګړې نیولي سختو لارو باندې ښځې ماشومان او سپین ږیري تګ راتګ نشي کولای."

د پکتیا د ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل وایي، په سیمه کې له ولسي وګړو سره تماسونه نه کیږي نو ځکه یې له مرګ ژوبلې او زیانونو څخه هم تر ډېره معلومات نشته.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption طالبان وايي، د جاني خېلو له نیولو وروسته یې پر نورو امنیتي پوستو تعرضي بریدونه کړي

دوی وایي، چې د ملکیانو دوه کورونه وسله والو سوځولي دي.

د پکتیا ځایي چارواکي هم مني، چې د دغه ولایت په جانیخېلو ولسوالۍ کې د ملکیانو پروړاندې جنګ د ژوند ټولې اسانتیاوې بندې کړې دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وایي، حکومت له ملکیانو سره د مرستې او د دوی د ژوند د ساتنې لپاره ټول موارد په نظر کې نیولي دي.

تېره اونۍ طالبانو د پکتیا د جانخیلو ولسوالۍ د نیولو ادعا کړي خو حکومتي چارواکي دا نه مني او دواړه خواوې یو او بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو او پرمختګونو ادعاوې کوي.

ورته مطالب