ګلاب منګل: ننګرهار کې ټول بریدونه سیاسي انګېزه نه لري
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ګلاب منګل: ننګرهار کې ټول بریدونه سیاسي انګېزه نه لري

د افغانستان په ختیځ کې چارواکي ادعا کوي چې په ننګرهار کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د عملیاتو او فعالیتونه ګواښ یې راکم کړی او دغې ډلې هغه د عملیاتو وړتیا یې چې تېر کال درلوده هغه یې له لاسه ورکړې ده.

د ننګرهار والي ګلاب منګل بي بي سي سره خبرو کې وویل، ننګرهار کې د داعش د رهبرۍ مرکزونه له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار له څو جنوبي ولسوالیو د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو راپورونه ورکول کېږي، او په دې وروستېو کې پر قومي مشرانو د بریدونو خبرونه هم له دې ولایته ورکول کېږي.

ښاغلي منګل ومنله چې ستونزې شته خو وايی:”ټول دا بریدونه سیاسي انګېزه نه لري”.

ده ومنله چې په وړو ګروپونو کې داعش اوس هم فعالیتونه کوي.

ښاغلي منګل سره د ننګرهار پر وروستيو امنیتي پیښو، د ولایت په امنیت کې د ولسي جرګې د ځینو غړو نیوکو ، د داعش فعالیتونو او حکومتي اقداماتو په اړه زمونږ همکار عنایت الحق یاسیني غږیدلی دی.