کابل کې د څښاک وړ روغتيايي اوبو کموالي کړکېچ
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د څښاک وړ روغتيايي اوبو کموالي کړکېچ

د افغانستان چاپېريال ساتنې اداره وايي د پلازمېنې ځينو برخو کې یې اوبه د څښاک نه دي.

د افغانستان چاپېريال ساتنې اداره وايي، د پراخې ککړتيا له امله د افغان پلازمېنې کابل ځينو برخو کې اوبه د څښاک نه دي.

بي بي سي د ښار بېلابېلو برخو اوبه په شخصي کتنځیو کې ازمويلې او پايلو يې ښوولې چې د مځکې لاندې اوبه پاکې او د روغتيا نه دي.

پر همدې مهال د کابل د اوبو رسونې او ښاري کاناليزاسيون او يو شخصي شرکت ترمنځ يو تړون لاسليک شوی، چې د امريکا پراختيايي ادارې په مالي ملاتړ به د يوې پروژې له لارې لس زره کورنيو ته د څښاک وړ اوبه ورکوي.

عبيد الله حصام پرې راپور لري.