کابل کې به د څښاک اوبو د ککړتیا ستونزه څنګه هواره شي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې به د څښاک اوبو د ککړتیا ستونزه څنګه هواره شي؟

د افغان پلازمېنې د اوبو ککړتيا خبره له کلونو راهيسې کېږي، او د ستونزې پرله پسې پراخوالي په اړه يې اندېښنې ښوول کېږي، خو د حل لپاره يې بايد څه وشي؟

زموږ همکار عبیدالله حسام د افغانستان د ښار جوړونې وزارت د اوبو رسولو او کانالیزایسون له مشر ریاض درمل سره خبرې کړې او پيل کې یې ترې پوښتلي چې حکومت یې ولې په اړه کار نه کوي؟