دوه افغان سوداګر د ۷۰ زره ډالرو بډو ور کولو په تور ونیول شول

د انځور حقوق .

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، دوه افغان سوداګر یې د ۷۰ زره امریکایي ډالرو بډو ور کولو پر مهال ونیول.

د دې ادارې ویاند جمشېد رسولي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دغو کسانو غوښتل چې ۲۶۰ میلیون ډالري دوسیې د پټولو یا ورکولو لپاره بډې ور کړي.

دوی د داسې دوسیې د ورکولو یا پټولو هڅه کوله چې د افغانستان اداري فسارد سره د مبارزې قضايي او عدلي مرکز یې ارزوي.

* هرات کې د اداري فساد ضد لاریون

* "له اداري فساد سره د اشرف غني مبارزه بریالۍ ده"

ښاغلي رسولي ونه ویل دا کسان څوک دي، خو زیاته یې کړه چې دوی غوښتل په بډو ور کولو سره خپل جرم پټ کړي.

نوموړی ادعا کوي چې له اداري فساد سره د مبارزې کارمنان خپلو ژمنو ته په پام له اداري فساد سره د مبارزې لپاره ګومارل شوي دي.

څو اونۍ مخکې د افغانستان لویې څارنوالي وویل، چې له فساد سره د مبارزې قضايي او عدلي مرکز د دریو جنرالانو په ګډون د دفاع وزارت اته چارواکي د "جعل، اختلاس او له واک د ناوړ کار اخیستلو" په تور نیولي دي.

د انځور حقوق .
Image caption وخت ناوخت افغانستان کې د اداري فساد ضد مظاهرې کېږي.

د لویې څارنوالۍ د څرګندونو له مخې دې چارواکو له یو میلیون او دوه لکو ډالرو په ډېر اختلاس کې لاس درلود.

افغان ولسمشر اشرف غني تېر کال له اداري فساد سره د مبارزې لپاره قضايي او عدلي مرکز جوړ کړ.

د نړیوالې روڼتیا وروستی رپوټ وايي، چې افغانستان په دولتي برخه کې د فساد له مخې په نړۍ کې اتم ځای لري.