کابل کې د عراق پر سفارت ډله ییز برید
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د عراق پر سفارت ډله ییز برید

کابل کې نن د عراق پر سفارت ځانمرګی او وسله وال بريد وشو. بريد چې د کابل شهر نو سيمه کې وشو، اسلامي دولت نومې ډلې ويلی، د دوی کار و.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي نښتې څلور ساعته روانې وې، او ټول بريدګر وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې ويل شوي لومړی يوه ځانمرګي چاودنه کړې، او ورپسې وسله وال سفارت ته ورننوتلی وو.

دا لومړی ځل دی چې کابل کې د عراق سفارت په نښه کېږي.

اريا احمدزۍ پرې رپوټ چمتو کړی.