په زویولۍ یا فرزندۍ د ورکړل شويو ماشومانو حال او د افغانستان قانون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینې داسې ماشومان له خپلو کورنیو ګیله لري خو یو شمېر نور بیا په همدې ژوند خوښ دي. ښايي بیل بیل چاپیریال د اغیزو جلا رنګونه ولري.

افغانستان کې لا هم د هغو ماشومانو لپاره قانون نشته، چې په زوی ولۍ یا لورولۍ نیول کېږي او نورې کورنۍ یې پالنه کوي.

دغو یو شمېر کسانو بي بي سي ته ویلي، کله چې پوهېدلي، چې په نورو کورنیو کې را لوی شوي، له رواني کړاو او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د عدلیې وزارت وايي، د روزنتونونو، مرستونونو او نورو هغو کوچنیانو لپاره چې بې پالونکو دي، څلور کاله وړاندې یو قانون د ولسي جرګې له خوا تصویب شوی، خو په وینا یې په زوی ولۍ یا لورولۍ د نیولو یاودنه په کې نشته.

ځینې داسې ماشومان له خپلو کورنیو ګیله لري خو یو شمېر نور بیا په همدې ژوند خوښ دي. ښايي بیل بیل چاپیریال د اغیزو جلا رنګونه ولري.

د دې رپوټ لپاره مې له هغو کورنیو سره چې ماشومان یې فرزندي اخیستي او له لسګونو هغو کسانو سره خبرې وکړې چې په فرزندي ورکړل شوي. د پیژندنې له وېرې ډېرو لږو یې زړه ښه کړ چې د خپل ژوند کیسه له ما سره شریکه کړي.

"ولې مې کورنۍ دوی ته ورکړې یم "

د یوه خصوصي پوهنتون د تش ټولګي د وروستي کتار څوکۍ کې ناستې خاطرې د ۲۳ کلن ژوند د وروستیو دوو کلونو غمجنې کیسې راته وکړې.

هغې ویل، ماشومتوب کې بلې کورنۍ ته په لور ولۍ ورکړل شوې. ژوند یې کلونه کلونه له خپلې اصلي کورنۍ لېرې تېر شوی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption داسې کره شمېرې په لاس نشته چې افغانستان کې به څومره ماشومان په دې نوم د خپلې مور له غېږې لېرې لوی شوي وي.

خاطره دغه ستونزه "د عمر کړاو"بولي او وايي:"لومړیو کې چې پوه شوم ډېر یې راباندې اغېز وکړ هر څه راته پردي ښکارېدل. په پوهنتون کې له ټولو مخکې وم خو اوس ډېره شاته یم. ذهني حالت مې ښه نه دی. همدا پوښتنې به راسره وې چې ولې مې کورنۍ دوی ته ورکړې یم.

یوه ورځ چا چې ما له ماشومتوبه خپله نیا ګڼلې راته وویل، د مور لورګانې دې ډیرې وې او یو ځای ته په سفر روان و، کله چې ته وزېږېدې دوی ته یې ورکړې. نو دا خبره مې هم ځوروي چې زه نجلۍ وم نو ځکه یې ورکړم."

ډیر وخت هغه کورنۍ ماشومان په فرزندي اخلي چې ماشومان نه لري. د خاطرې اوسنۍ مور هم اولاد نه درلود او د دې له اخیستو درې کاله وروسته یې زوې پیدا شوی.

خاطره زیاتوي: "بله لویه اندېښنه مې دا ده چې ددغې کورنۍ یو نارینه هم ماته محرم نه دي. دیني زدکړې مې ډېرې کړي، هره شېبه راته عذاب دی چې دې خلکو سره اوسېږم."

د خاطرې په څېر ډېرو نورو ته چې د خپلې اصلي مور په لټه شي د عمر کړاو دی او فکر یې له ځان او روان ها خوا د زیږون لومړنۍ ورځې ته وي. ځینو ته په دودپاله ټولنه کې دپيغور خبره هم ګرځي.

خاطره په ناهیلۍ وايي:"خلک پیغورونه راکوي. کله چې مې د کورنۍ له کومې بلې کورنۍ سره جنجال شي او زه یې پلوي وکړم ټول راته وایي ته خو فرزندي یي ستا یې له دې کورنۍ سره څه. تر ټولو لویه هیله مې دا ده چې خپله کورنۍ پیدا کړم، مور مې پلار او خویندې ورونه مې...څوک راته وایي ایران کې اوسېږي څوک وایي همدلته دي هیڅوک راته رښتیا نه وایي."

ډیرې داسې کیسې هم شته چې وروسته له فرزندي ورکولو د کورنیو تر منځ شخړې او جنجالونه پېښ شي او د کورنیو په منځ کې د فرزندۍ په نوم ماشوم اروایي او ذهني حالت ناڅاپه بدل کړی.

"زه دې مور نه یم ورځه خپلې مور ته دې "

د خوست اوسیدونکی فاروق چې د تره ښځې یې په زویولۍ اخیستی وایي:" له ماشومتوبه د تره ښځې سره وم. کله چې دیارلس کلن شوم زما د اصلي مور او تره ښځې تر منځ جګړه وشوه. هغې زما د لوبو ټول توکي له خونې بهر وغورځول ویل یې زه دې مور نه یم ورځه خپلې مور ته دې.

Image caption د فاروق فکر نه کاوه چې داسې چلند ورسره به ورسره وشي.

ما هیڅ باور نه کاوه. فکر مې کاوه مور ده کله به غوسه کېږي، حتا تر درې کلونو مې فکر کاوه چې دا به ټوکه وي خو وروسته مې رښتیا ومنله. خپلو خویندو ورونو مې بیا ډېره مینه راکړه خو زه اوس هم هغه تره ښځې ته مور وایم."

داسې کره شمېرې په لاس نشته چې افغانستان کې به څومره ماشومان په دې نوم د خپلې مور له غېږې لېرې لوی شوي وي، خو ښايي شمېر یې زرګونو ته ورسېږي.

"داسې مې روزلی لکه خپل زوی "

په ښارونو کې روغتونونه د دا ډول معاملو ځایونه دي خو اصلي جرړه یې له دودیزو کلیوالو سیمو پیل کېږي چې له نورو سره تر ډېره د خواخوږۍ لپاره میندې له خپلې سینې بچیان شلوي او نورو ته یې ورکوي. لږ به داسې پېښ شوي وي چې د مور ناروغي او یا بد دودونه یې هم لامل شي.

د کابل په لوېدیځ کې د یوې دښتې په لمن کې کوچۍ کورنۍ د خپل زوې په هکله ویل چې اتلس کاله وړاندې یې هلک په زوی ولۍ نیولی.

مور یې وایي لومړیو کې یې ماشومان نه درلودل ځکه یې فرزندي اخیستو ته زړه کړی و.

ماشوم
Image caption تر خپلو زامنو مې ډېر راته ګران دی خپل زامن مې ښوونځي ته نه ځي، ځکه اقتصاد مو ښه نه دی خو دی ښوونځي ته لېږم.

دا وايي: " داسې مې روزلی لکه خپل زوی. تر خپلو زامنو مې ډېر راته ګران دی خپل زامن مې ښوونځي ته نه ځي، ځکه اقتصاد مو ښه نه دی خو دی ښوونځي ته لېږم وایم چې فکر ونه کړي خپل زوی مې نه دی."

مېړه یې وایي، دی یې د خپلو اصلي هغو په څېر زوی بللی، تذکره یې ورته په خپل نوم اخیستې او په میراث کې به هم د نورو زامنو په څېر برخه ورکوي هغه څه چې قانون کې نشته.

"چې خبر شوم خفه نه وم ځکه خوشحاله وم چې دوه میندې لرم "

خو هغه کسان چې فرزندي ورکول کېږي ټول بیا له ژونده شکایت نه کوي. داسې هم شته چې له خپل ژونده خوښ دي.

فلک ناز ماشومتوب کې خپلې خاله ته ورکړل شوی و. په ځوانۍ کې خبر شو خو هېڅ وارخطا نه دی. له خپلې ابۍ ډېر د ترور مورولۍ ته خوشاله دی.

دی وايي:"زما خویندې او وروڼه ډېر و. ترور مې بچیان نه درلودل. بیا مې مور هغې ته ورکړم کله چې خبر شوم خفه نه وم ځکه خوشحاله وم چې دوه میندې لرم او ترور مې له خپلې اصلي مور ډيره راته ګرانه ده."

په ګرد وطن کې داسې کیسې ډېرې دي خو پوښتنه د فرزندي کسانو د نامالوم برخلیک په اړه ده.

د ماشومانو د سرپرستۍ قانون څلور کاله وړاندې د افغانستان ولسي جرګې تصویب کړچې یوازې د بې سر پرسته ماشومانو لپاره دی.

د عدلیې په وزارت کې د قانون جوړونې برخې مشر عبدالمجید غني زاده وایي: "په دود او عرف کې د ماشومانو فرزندي شته خو په قانون کې په دې اړه هېڅ هم نشته. دا د قانون خلاف دی چې یو څوک د چا پلار نه یي تذکره یې په خپل نوم ورته واخلي یا یې هم میراث کې شریک کړي".

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي په تېرو دوو کلونو کې یوه کورنۍ هم د دې لپاره نه ده ورغلې چې د روزنتونونو ماشومان په سرپرستۍ واخلي، ځکه ټول هغه د فرزندۍ غوښتنه کوي او دا څه په قانون کې نشته.

په یو شمېر نورو هېوادونو کې بیا قانون اجازه ورکوي هغه ماشومان چې فرزندي ورکول کېږي باید ورته وویل شي خو په افغانستان کې ډېر د ژوند تر پایه لا نه پوهېږي.

په افغانستان کې کلونه او یا هم ښايي پېړۍ وغواړي چې د دود او قانون ترمنځ تشه دې سمه شي او له حقوقي اړخه دې د ټولنې وګړو ته د دود پر ټغر د قانون سیوری خپور شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب