امریکايۍ ورځپاڼه: افغان حکومت ته له شخصي امنیتي شرکت سره د قرارداد وړاندیز شوی

امریکا د انځور حقوق Getty Images
Image caption مېلېټارې ټایمز لیکي د دغه وړاندیز جزيیات یې ترلاسه کړي او په هغه کې افغان ځواکونو ته د استخباراتي مالوماتو د راټولو او هوايي بریدونو د ترسره کولو وړتیا لرونکو الوتکو د ورلېږلو یادونه په کې شوې ده. (عکس افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د اډې)

د پوځي چارو څارونکې امریکايۍ ورځپاڼه مېلېټارې ټایمز لیکي، لنکسټر ۶ شخصي امنیتي شرکت د افغانستان حکومت ته وړاندیز کړی چې په پوځي عملیاتو کې دې د دوی شخصي هوايي ځواک وکاروي.

دا وړاندیز د بلېک واټر شخصي پوځي شرکت پخواني مشر اېرېک پرنس یوه لوړپوړي افغان چارواکي ته سږ کال د مارچ په میاشت کې سپارلی دی.

مېلېټارې ټایمز لیکي د دغه وړاندیز جزيیات یې ترلاسه کړي او په هغه کې افغان ځواکونو ته د استخباراتي مالوماتو د راټولو او هوايي بریدونو د ترسره کولو وړتیا لرونکو الوتکو د ورلېږلو یادونه په کې شوې ده.

د پاڼې په وینا، یوه لوړ پوړي افغان پوځي چارواکي دوی ته تایید کړی چې ښاغلي پرنس داسې سوداګریز وړاندیز ورکړی چې له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره په جګړه کې د افغانستان د هوايي ځواک ملاتړ موضوع په کې شته.

بلک واټر هغه پوځي شخصي کمپنۍ وه چې په عراق او افغانستان کې یې ډېر امنیتي ګڼ میلیونيز قراردادونه درلودل او ځینې کارکوونکي یې د ولسي وګړو پر وژنه او ځورونه تورن شول.

د ۲۰۱۵ کال له پیله چې ناټو په افغانستان کې د دولت د مخالفینو او اورپکو ډلو پر وړاندې د جګړې ټول مسولیت افغان امنیتي ځواکونو ته ورسپارلی دی، افغان ځواکونه له ګڼو امنیتي ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو تر ۱۶ کلنې ښکلېتیا وروسته، د دغه هېواد هوايي ځواک کې د کافي او اړتیا وړ الوتکو لږوالي سیاسي او پوځي چارواکي اندېښمن کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لنکسټر ۶ په ځینو هېوادونو کې هم امنیتي شخصي خدمات وړاندې کوي.

دا لا مالومه نه ده چې دغه وړاندیز به د امریکا د متحده ایالتونو او د افغانستان د حکومت د منلو وړ وي که نه.

د افغانستان د دفاع وزارت بي بي سي ته پر دغه وړاندیز بې خبري څرګنده کړه.

د پاڼې په وینا، په دغه وړاندیز کې ویل شوي چې دوی به په چټکۍ د افغان ځواکونو مرستې ته په ټول افغانستان کې ورودانګي او تر "یوه ساعت"مخکې به ځان وررسوي، خو د برید د ترسره کولو د امر واک به د افغان ځواکونو په لاس کې وي.

الوتکې به د شخصي کمپنۍ د کارکوونکو له خوا اداره کېږي.

اوسمهال د افغانستان هوايي ځواکونو ته یو شمېر الوتکې د امریکا د متحده ایالتونو له خوا ورکړل شوي چې د ټولو اړتیاوو او سیمو لپاره کافي نه دي.

افغان ځواکونه چې پخوا یې روسۍ مې ۱۷ ټرانسپورتي الوتکې کارولې اوس یو شمېر امریکايۍ يو اېچ ۶۰ اې کاروي.