'د طالبانو له ګواښ وروسته د کابل- کندهار لویه لار بنده شوې'

میدان وردګ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لارې تړل کېدو لامل معلوم نه دی

په افغانستان کې د کابل - کندهار او کابل - هرات مسافر وړونکي شرکتونه وايي، وسله والو طالبانو پر دغو لارو له تګ راتګه د ډډې کولو امر ورته کړی، خو طالبانو رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي. دا مهال د کابل - هرات پر لویه لار میدان وردګو کې ګڼ مسافر بند پاتې دي.

د کندهار پولیس وايي، دوی د کابل - کندهار پر لار د موټرو د تګ راتګ مخه نه ده نیولې.

پر دې لارې ځینو موټرچلوونکو ځانونه کندهار ښار ته رسولي، چې د بي بي سي د خبریال په ویناو په دې لار طالبان نه شته، خو افغان امنیتي ځواکونه د لارې په اوږدو کې هر ځای لیدل کېږي.

د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي د بي بي سي خبریال ته ویلي دوی چلوونکو ته ویلي چې د لارې په اوږدو کې پښه نیولي نه شي، ځکه چې د میدان وردګو سالارو سیمه کې پوځي عملیات لري.

دی وايي، له دې امر یې هدف د ولسي وګړو خوندیتوب دی چې په جګړه کې ایسار پاتې نه شي.

د غزني والي عبدالکریم متین هم ویلي، د معلوماتو له مخې، زابل او میدان وردګو ولایتونو کې د ترافیکو پر مخ لار تړل شوې ده.

د کابل - کندهار لویه لار پرانیستل شوه

د کابل ـ کندهار لویه لار د دویمې ورځې لپاره تړلې پاتې ده

لاریون کوونکو کابل کندهار لاره تړلې

کابل-کندهار پر لاره ۱۳۰ پلونه او پلچکونه ویجاړ شوي

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزي ته ویلي، طالبان د وردګو سالارو سیمه کې لهافغان امنیتي پولیسو سره کېوتلي او اوس هم جګړه دوام لري.

په افغانستان کې ځینو مسافر وړونکو شرکتونو ویلي، وسله والو طالبانو د کابل - کندهار او کابل - هرات پر لویو لارو د خپل فعالیت د بندولو امر ورته کړی.

کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي، د سې شنبې په ورځ (اګسټ لومړۍ) د ځینو مسافر وړونکو شرکتونو مسافر میدان وردګو ولایت کې بند پاتې دي.

په میدان وردګو کې د سالارو سیمه، چې تر ډېره پکې جګړې او نښتې روانې وي، په وروستیو کې یوڅه ارامه شوې ده.

کابل - کندهار لویه لار د افغانستان له مهمو لویو لارو ګڼل کېږي چې تر ډېره له سوېل نه پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو ته مالونه پرې وړل کېږي.

تر ډېره وارداتي توکي کابل ته له همدې لارې راوړل کېږي او جنوبي او لوېدیځ ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.

ورته مطالب