سمنګان: د ځايي ملایانو د مخالفت له کبله د موسیقۍ مېله لغو

په پام کې و، چې د افغانستان په سمنګان ولایت کې یوه کلتوري مېله جوړه شي. منتظمینو د مېرمنو لپاره د موسیقۍ کنسرتونو، انځورګرۍ د سیالیو او لوبو د سیالیو په ګډون د ډول ډول پروګرامونو جوړول غوښتل. د پروګرام سمبالوونکي سمیع حامد بي بي سي ته وویل، د سمنګان ولایت د ښځو چارو شورا هم د دوی له دغه پروګرام سره مخالفت کړی و، خو وايي، د دغه ولایت د علماوو شورا مخالفت اړ کړل، چې دغه پروګرام لغو کړي. هغه وايي:

''د افراطي ملایانو یوې ډلې د برید پروګرام درلود. موږ له خبرېدو وروسته د ولایت له مقام سره په دې باب خبرې وکړې. هغو راته وویل، چې دوی په دې اړه معلومات لرې او د علماوو شورا مشر یې د مسلې د حل لپاره را استولی و، خو مساله حل نه شوه، د علماوو شورا ویلي و، چې دوی د موسیقۍ له کنسرتونو او د نجونو بایسکل له ځغلونې سره مخالفت درلود او له نورو برخو سره مخالفت نه لري. دغې چارې افراطي ملایانو ته هم فرصت ورکړ او موږ یې د ټول پروګرام لغو کولو ته اړ کړو. ''

د میلې لپاره له سویلي کوریا خټې راوړل کېږي

د پالنګان کلیوالو نوروزي مېله

د پاکستان قبايلي سيمو کې د ځوانانو ستره مېله

بل لور ته د سمنګان د علماوو شورا مشر خیر محمد سلطاني وايي، دوی د کلتوري مېلې په نامه د هغو پروګرامونو مخالفت کړی دی، چې په خبره یې د اسلامي شریعت خلاف دي. نوموړي ویلي، داسې حال کې، چې په څېرمه سیمو کې ډېر انسانان وژل کېږي، د علماوو شورا په دغه ولایت کې د موسیقۍ کنسرت مناسب کار نه بولي او حکومت ته یې د غبرګون په توګه د احتمالي احتجاج خبرداری ورکړی دی:

''موږ چارواکو ته ویلي و، چې یوازې کنسرت مه جوړوي، خو نور ټول دودیز مراسم وکړئ، موږ چارواکو ته همدومره وویل، نور نه پوهېږم، چې څه شوي دي. ''

له دې مخکې هم د افغانستان ځینو سیمو کې د دیني عالمانو د مخالفت له کبله د موسیقۍ کنسرتونه لغو شوي دي. تېره میاشت په مرکزي بامیان کې دیني عالمانو د یوې اعلامیې په خپروولو سره هلته د دمبورې جوړېدونکی فېسټوال حرام بللی و، خو د دوی له مخالفت سره هم هغه مېله تر سره شوې وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب