ولې افغان ښځې د خپل نوم اورېدو لپاره کمپاین کوي؟

د انځور حقوق Reuters

د افغان ټولنې له دود سره سم د ښځې نوم په عام محضر کې نه اخیستل کېږي.

معمولاً افغانستان کې ښځې د خپلې کورنۍ د مشر نارینه د خور، لور یا مور په نوم یادېږي. د ښځې نوم په عام محضر کې وریادوول ښايي د شخړې سبب شي او سپکاوی وبلل شي.

د تهومسن - رویټرز رپوټ کې ویل شوی، چې افغان قانون کې حکم شوي، چې د ماشوم زېږون په سرټیفیکټ(سند) کې باید د مور نوم و نه لیکل شي. خو اوس د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې پر خواله رسنیو د 'زما نوم چېرې دی ' تر سرلیک لاندې یو کمپاین کوي.

تېرو څو ورځو کې دغه سرلیک زر ځله لاس پر لاس شوی دی. یوه کمپاین کوونکې شفیقه محسن وايي، هدف یې دا دی، چې دغه دود مات شي او په لومړي ځای کې د یوې ښځې نوم واخیستل شي.

د کمپاین یوې بلې ګډونوالې بهار سهیلي، نیویارک ټایمز ته ویلي، دا د افغان مېرمنو پر وړاندې یوه پوښتنه ده، چې ولې یې له پېژندګلوۍ انکار کېږي او ''رښتیا خو دا دي چې دوی هم په دې اړه پټه خوله دي. دوی هېڅ احتجاج نه کوي. ''

کابل کې د دغه کمپاین یوې پلوۍ نجلا بي بي سي ته ویلي:

''موږ ته دغه خرافاتي دود له پخوانیو راپاتې دی، هغه نارینه چې د خپلو مېرمنو نومونه نه اخلي، دوی یې هم پر دلیل نه پوهېږي. دوی ته یوازې دا معلومه ده، چې مشرانو یې همداسې کول او همدا به یې لاره وي. ''

مشهور افغان سندرغاړي فرهاد دریا د جولای میاشتې پر ۱۰ نېټه له خپلې مېرمنې سلطانه سره د یوه ګډ تصویر پر خپلو دغه کمپاین کې ګډون کړی.

نوموړي په خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې څنګه یې عام محضر کې د مور یا مېرمنې نوم له یادوولو وروسته د خلکو له منفي غبرګون سره مخامخ شوی و. خو د نوموړي پر دغه پیغام خورا ډېر مثبت کمنټونه لیکل شوي وو. د خانم لیلا په نوم یوې مېرمنې د هغه پر پوسټ لیکلي:

''زما لپاره دا ډېره د خوښۍ خبره ده، چې زموږ سندرغاړي هم د ښځو د حقونو فعالانو پلويتوب کوي. ''

د نظیر په نوم یوه نارینه لیکلي:

د انځور حقوق BBC PERSIAN
Image caption د کابل اوسېدونکې تهمینه وايي د بل په نامه له یادېدو ځورېږي

''اوس مې جاهل بولئ او که هرڅه، زما د مېرمنې نوم طاهره دی '': ناشر انصاري نومي یوه سړي لیکلي: ''د ښځو نومونه پټول له اسلام سره هېڅ تعلق نه لري، که داسې وای ولې ټولو ته د اسلام د پیغمر د مېرمنو نومونه معلوم دي. ''

د کابل یوې اوسېدونکې تهمینه بي بي سي ته ویلي: زه د چا له مور، خور یا لور مخکې یوه ښځه یم او انسان یم. زه غواړم په خپل نامه یاده شم. ځورېږم، چې له کوره بهر، ښوونځي کې، بازار کې، کور کې او یا بل هر چېرې د بل په نوم یادېږم. دا زما لپاره ډېر دردونکی حالت دی.

د هرات اوسېدونکې طلایا وايي: دا چې د ښځو نوم د دوی د جنازې پر مهال هم نه یادېږي او ان د قبرونو پر شناختو یې هم نه لیکل کېږي، دوی ان له مړینې وروسته هم بې نومه پاتې کېږي.

د انځور حقوق BBC PERSIAN
Image caption د هرات اوسېدونکې طلایا وايي، ښځې له مړینې وروسته هم بې نومه پاتې کېږي

د دې لپاره چې زموږ د هېواد ښځې خپل دغه ورک حق بیا مومي باید نه یوازې ښځې، بلکې نارینه هم باید دغه کمپاین کې ګډون وکړي، دوی باید د دې لپاره شپه او ورځ یوه کړي.

د هرات یوه بله اوسېدونکې ارزو له بي بي سي سره خبرو کې ویلي: په اسلام کې د ښځې نوم اخیستل نه دي منع شوي. ټولو ته د اسلام د پیغمر او نورو مذهبي شخصیتونو د لوڼو او مېرمنو نومونه معلوم دي.

دغه رپوټ د یو جي سي او ټولیزو رسنیو نیوز ټیم لخوا د بي بي سي مانیټرینګ له لوري چمتو شویو اضافي معلوماتو سره چمتو شوی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب