داعش ډلې ویلي، هرات کې پر جومات برید دوی کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption په پېښه کې د ډېرو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی او وینې ته اړتیا لري.

د 'اسلامي دولت ' ډلې یا داعش خراسان څانګې ومنله چې په هرات کې د شیعه ګانو پر یوه جومات پرونی برید دوی کړی دی.

په دغه برید کې چې د ماښام په لمانځه کې وشو د چارواکو په وینا نژدې ۳۰ تنه وژل شوي او دوه هومره ټپیان دي.

د قربانیانو کورنیو په دې تړاو نا رسمي درې ورځني ویر اعلان کړی او چارواکي یې د برید په نه مخنیوي غندلي دي.

د هرات روغتونونه د ټپیانو له ډېروالي تر کلک فشار لاندې شوي او د بیړنیو مرستو غوښتنه یې کړې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني دا برید غندلی دی.

ارګ د یوې بیانیې په خپرولو سره د ولسمشر غني له خولې وايي، چې وسلوال په دا ډول بریدونو سره د "اسلام ضد ماهیت" څرګندوي:

"تروریستان پر ملکي وګړو، جوماتونو، تکایاو او ټولو مقدسو ځایونو د بریدونو په کولو سره خپل اسلام ضد ماهیت ډاګیزوي، ځکه تروریستي بریدونه له اسلامي لارښوونو او د انساني حقونو اصولو سره په ټکر کې دي".

تراوسه کوې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او د وسلوالو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په استولي پیغام کې دا برید غندلی دی.

چارواکي وايي له ځايي وخت سره سم ماښام نژدې اته بجې، دوه ځانمرګي بریدګر دغه جومات ته ننوتل او په ځانونو پورې د تړلیو باروتو له چوولو مخکې یې پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې.

د انځور حقوق Farhad Tamanna
Image caption تراوسه کوې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی

یوې امنیتي سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې په دې برید کې لاس بمونه یا ګرنېټ هم کارول شوي دي.

په ورته مهال د ایران دولتي تلوېزون وايي، چې دغه برید ۷ کسانو کړی دی، خو تراوسه ځايي افغان چارواکو دا خبر نه دی تایید کړی.

په هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي د پېښې ټپیان ځايي روغتون ته وړل شوي او داسې وېره شته چې ښايي د تلفاتو شمېر لوړ شي.

په هرات کې پر روغتوتونو په تېره پر مرکزي حکومتي روغتون بیروبار ډېر دی او د ټپیانو درملنې لپاره ځای کم دی.

په پېښه کې د ډېرو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی او وینې ته اړتیا لري.

په سیمه کې زموږ خبریال وايي، چې خلک ټپیانو ته د وینې ور کولو لپاره روغتونونو ته ځي.

لومړي سر کې ویل کېدل، چې چاودنه له جومات سره نژدې شوې، خو وروسته پولیسو تایید کړه، چې بریدګر جومات ته ننوتي وو او هلته یې برید کړی دی.

د هرات ښار او شاوخوا سیمو کې له دې مخکې هم پر جوماتونو بریدونه شوي دي.

نژ دې دوه میاشتې مخکې هم د هرات جامع جومات شمالي دروازې په مخ کې چاودنې ۷ کسان ووژل او ۱۶ یې ټپیان کړل.

خو ویل کېږي چې اوسنی برید په داسې سیمه کې شوی، چې د ښار له ګڼ مېشته سیمو یوه بلله کېږي.

د هرات جوادیه جومات- چې اوسنی برید پر شو- د ځايي شیعه یانو دی او ۴۲ کاله مخکې پر ۱۳۵۲ کال جوړ شوی دی.

Image caption ارګ د یوې بیانیې په خپرولو سره د ولسمشر غني له خولې وايي، چې وسلوال په دا ډول بریدونو سره د "اسلام ضد ماهیت" څرګندوي:
د انځور حقوق FARHAD TAMANNA
Image caption د هرات ښار او شاوخوا سیمو کې له دې مخکې هم پر جوماتونو بریدونه شوي دي.
د انځور حقوق FARHAD TAMANNA
Image caption د هرات جوادیه جومات- چې اوسنی برید پر شو- د ځايي شیعه یانو دی او ۴۲ کاله مخکې پر ۱۳۵۲ کال جوړ شوی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب