د افغان پوځ ۸ چارواکي له ۱۳ میاشتو تر ۲۰ کاله بند محکوم شول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ولسمشر د واک لومړیو کې له اداري فساد سره د مبارزې ژمنه وکړه.

کابل کې یوې محکمې د دریو جنرالانو په ګډون د افغانستان د پوځ اته منسوبین د سونتوکو، جعلي اسنادو جوړولو او له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور محاکمه کړل.

د فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې ځانګړي عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې د پوځ دغه اته منسوبین له ۱۳ میاشتو نیولې تر ۲۰ کلونو زندان او د اختلاس شویو پیسو په بېرته ګرځولو محکوم کړل.

د افغانستان ملي دفاع وزارت پر دغو پوځیانو د یو میلیون او ۲۰۰ زره امریکایي ډ‌الرو په ارزښت د څو سوه زره لیټره تېلو د اختلاس تور وو.

* "له اداري فساد سره د اشرف غني مبارزه بریالۍ ده"

* واشنګټن پوسټ: اداري فساد وسله وال مخالفين پياوړي کوي

* دوه افغان سوداګر د ۷۰ زره ډالرو بډو ور کولو په تور ونیول شول

د ملي دفاع وزارت دغه چارواکي نژدې دوه اونۍ مخکې د اداري فساد په تور نیول شوي وو او د سې شنبې په ورځ په کابل کې په لومړنۍ محکمه کې څرګند شول.

د دغو اتو پوځي چارواکو له ډلې درې جنرالان، څلور ډګروالان او یو هم د ملي دفاع وزارت عادي کار کوونکی دی.

د فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې ځانګړي عدلي او قضايي مرکز مشر او قاضي شیر اقا منیب په دغو تورنو کسانو کې محمود د عبدالظاهر زوی ته ۲۰ کاله، عبدالعظیم ته ۱۸ کاله او ۵ میاشتې، عبدالقدیر، محمد معروف او محمد هارون ته دوه کاله او دوه میاشتې او محمد اصغر او احمد جان ته د یو کال او یوې میاشتې سزا واورله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ولسمشر تېر کال د فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې ځانګړي عدلي او قضايي مرکز جوړ کړ.

همدارنګه محکمې یاد کسان د اختلاس شوو پیسو د بېرته ور کولو تر څنګ نغدي جریمه کړل.

محکمې دغه کسان د لکونه لیتره تيلو- چې ارزښت یې یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالر کيږي - په پټولو محکوم کړل.

خو د افغانستان د قوانینو له مخې د لومړۍ محکمې پريکړه وروستۍ نه وي، تورن کسان خپلې دوسیسې استناف محکمې ته وړاندې کولی شي.

له دې مخکې هم د فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې ځانګړي عدلي او قضايي مرکز د ملي پوځ څو تنه افسران په رشوت اخیستلو تورن کړي وو او د بند سزا یې هم ور اورولې وه.