کندهار کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی

کندهار برید د انځور حقوق AFP/Getty Images

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت دامان ولسوالۍ او کندهار ښار ترمنځ شوراندام سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه کاروان ځانمرګی برید شوی.

د کندهار امنیه قومندانۍ بي بي سي ته ویلي، برید په سیمه کې د ملي امنیت یوه مرکز ته څېرمه، چې بهرني ځواکونه ورغلي وو، د موټر په مټ شوی.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیاء دراني بي بي سي ته وویل، برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده، خو اوس یې دقیق شمېر یې نه شي په ډاګه کولای.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پرېکنده ملاتړ په یوه خبرپاڼه کې کندهار کې د ناټو پر یوه کاروان برید تایید کړی، چې وايي مرګ ژوبله هم لري.

سرچینه وايي، دوی اوسمهال د برید په اړه د معلوماتو پر راغونډولو بوخت دي.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه پیغام لیکلي، برید د دوی یوه کس کړی چې په وینا یې د بهرنیوځواکونو دوه زغره وال ټانکونه یې له منځه وړي.

افغان ولسمشر په هرات کې پر جومات برید وغانده

'د طالبانو له ګواښ وروسته د کابل- کندهار لویه لار بنده شوې'

'کندهار کې د طالبانو برید د ملي اردو لسګونه سرتېري وژلي'

''د کندهار والي پر میلمستون برید پاکستان کې پلان شوی و''

نوموړي په دې برید کې د ۱۵ بهرنیو ځواکونو د وژل کېدو ادعا هم کړې ده.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
د انځور حقوق AFP/Getty Images

ښاغلی احمدي وايي، برید د کندهار ښار پنځمې حوزې اړوند ښوراندام کوتل سیمه کې د چټک غبرګون د قطعې مخ ته د دوی یوه کس د باډي لرونکي تونس موټر په مټ کړی.

دا برید داسې مهال شوی، چې په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د اورپکو بریدونه ډېر شوي دي.

د پکتیا مرکز ګردیز کې نن (چارشنبه) سهار د ماین چاودنې دوه کسان ووژل او درې نور یې ټپيان کړل. د پکتیا امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزي وایي، چاودنه نن سهار شاه اوخوا اته بجې د افغان پوځیانو پر موټر د نښلول شوي ماین له امله شوې ده.

تېره شپه د لوېدیځ هرات ښار سوېل په یوه جوماتکې د غبرګو ځانمرګو بریدونو له کبله لږترلږه ۲۹ کسان ووژل شول او ۶۴ نور ټپیان شول.

تېره ورځ د کندهار ځايي چارواکو ویلي وو، د کابل - کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د ناامنیو له کبله کندهار کې شاوخوا پنځه زره مسافر بند پاتې دي.

د چارشنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل، دا لار د مسافرو پرمخ بېرته پرانیستل شوه.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
د انځور حقوق AFP/Getty Images

ورته مطالب