''د ۲۰۱۸ تر پایه به د کابل برېښنا ستونزه حل شي''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چارواکي وايي شته برېښنا له اړتیا لږ ده او دوی اړ دي، چې پر سیمو یې وویشي

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د هوا له تودېدو سره هممهاله د برېښنا پرچاوۍ هم ډېره شوې، چې د دغه ښار اوسېدونکي یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.، خو اوس چارواکي وايي، د دغې ستونزې هواري لپاره یې ځانګړي پلانونه جوړ کړي دي.

کابو یوه میاشت کېږي چې د پلازمېنې کابل په ځینو سیمو کې برېښنايي پرچاوۍ تر ساعتونو دوام کوي او په یو شمېرو نورو سیمو کې بیا آن ټوله ورځ یا شپه برېښنا نه وي.

'د افغانستان پلازمېنې کابل برېښنا نورماله شوه'

کابل برېښنا، ډېره ځي لږ راځي

له درو اونیو تیارو وروسته د کابل ښار برېښنا 'نښلول کېږي'

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، له یوې خوا د تېر پرتله ګرمې ډېره شوې ده او له بلي خوا د برېښنا پرلپسې پرچاویو له ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي.

د برېښنا نشتون په کابل کې ځینې صنعتي او تولیدي کارونه هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت په وینا کابل ولایت ۵۵۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو په یې خبره یې دوی اوسمهال یوازې ۲۶۰ میګاواټه برېښنا په واک کې لري، ځکه اړ دي، چې شته برېښنا پر بېلو سیمو وویشي.

د افغانستان برېښنا شرکت مشر انجنر امان الله غالب چې د چهارشنبې پر ورځ یې دنده سمبال کړه، ژمنه کړې چې د خلکو د ستونزو هوارول یې له کاري لومړیتوبونو څخه دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نفوس ډېروالی د برېښنا لږوالی یو لامل بلل کېږي

امان الله غالب په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ لوی لاملونه، د نفوس ډېروالي، ناامني او د هوا د سوړ والي په موخه له ډېرو برېښنایي وسایلو ګټه اخیستنه یاده کړه.

ښاغلي غالب ژمنه وکړه چې تر ۲۰۱۸ کال تر پایه به په کابل کې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه په بشپړه ډول هواره کړي.

ورته مطالب