هلمند: د ملي امنیت پر یوه مرکز موټر بم برید شوی

ګریشک د انځور حقوق Getty Images
Image caption برید د هلمند ګریشک ولسوالۍ کې شوی دی

هلمند کې ځايي چارواکو ویلي، د پنجشنبې پر ماخوستن وسله والو طالبانو د ملي امنیت پر یوه پوسته موټر بم برید کړی دی. د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک ویلي، د ګرشک ولسوالۍ یخچال سیمه کې دغه برید د هاموي موټر په وسیله له ځايي وخت سره سم، نژدې ۱۰ بجې شوی او ورسره نښته شوې ده.

د ښاغلي ځواک په خبره نښته تر اوسه (ماخوستن ۱۱:۳۰ بجې) لا هم روانه ده او د تلفاتو کره شمېر معلوم نه دی.

د ګرشک ولسوالۍ د پولیسو مشر محمد اسماعیل خپلواک وايي، دغه ځانمرګی برید د سنګوریانو (د ملي امنیت ملیشي ) پر مرکز شوی دی.

افغان ولسمشر جګړه ځپلي هلمند ولایت ته تللی

"پوځکوټ کې قومندانان د طالبانو له برید خبر شوي وو"

طالبان: د ملا هبت الله زوی ځانمرګی برید کړی

خپلواک زیاته کړه، برید کې ۲ سرتېري وژل شوي او څلور ټپیان دي.

د نوموړي په خبره، سیمه کې جګړه روانه ده او په وینا یې ددوي ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي .دا په تېرو دوو اوونیو کې دغه سیمه کې څلورم ځانمرګی برید دی.

د تېري جولای میاشتې پر ۲۱ نېټه وسلوالو طالبانو پر امنیتي کمربند درې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي وو. هغه مهال د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چي د دوی د مشر ملا هبت الله آخندزاده زوی عبدالرحمن خالد په افغانستان کې پر دولتي ځواکونو ځانمرګی بريد کړی دی.

خو د ګرشک امنیې قومندان محمد اسماعیل خپلواک د طالبانو دغه ادعا تبلیغاتي بللې وه او نوموړي بي بي سي ته ویلي و، چې د طالبانو د مشر زوی یې په مخامخ جګړه کي وژلی دی.

د جولای په ۲۰مه وسله والو طالبانو د سوېلي هلمند په ګریشک ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ، چې د دې ولسوالۍ نژدې شل پوستې یې ونیولې.

یوه ورځ وروسته په دغه ولایت کې پر افغان ځواکونو د امریکا هوايي ځواکونو برید وکړ او د دوه قومندانو په ګډون یې ۱۶ افغان سرتېري ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر محمد اشرف غنی د هلمند امنیت ارزونې لپاره د جولای وروستیو کې دغه ولایت ته سفر کړی و

پېښه په ګریشک ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د امریکا پوځي الوتکې د هوا له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ورغلې وې.

د افغانستان د حکومت د رسنيو مرکز مشر صديق صديقي هم په ټولنيزو رسنيو کې دا خبر د طالبانو پروپاګند بللی و او ليکلي يې وه چې د طالبانو مشران په پاکستان او قطر کې سوکاله ژوند تېروي.

د جولای وروستیو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت ارزولو په پار دغه ولایت ته تللی و.

ورته مطالب