بهرمېشتي افغانان په وطن کې له زده کړو سره څه مرسته کولی شي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فکرلارې: بهرمېشتي افغانان په وطن کې له زده کړو سره څه مرسته کولی شي؟

چا ویزه نه ورکوله خو چی يوه موقع یې ورکړه نو دوی د نړېوالو سېالیو په ‌‌‌‌‌‌ډګر کی و درېدې. افغان روباټ جوړونکو نجونو ښکاره کړه چی که امکانات ولری نو دوي هم ځلېدلی شي. دوی ته د پرمختګ لاره يوې بلې افغانې چی په امریکا کی اوسېږی وښودله.

اوس پوښتنه دا ده چی له افغانستانه د باندې افغانان څه ‌‌‌‌‌‌ډول له خپلو وطنوالو سره د پوهنې په برخه کی مرسته کولی شي؟ د فکر لارې دا خپرونه همدې موضوع ته ځانګړې شوې ده.

مېلمانه په کابل کې لیکوال او فعال جاوید اوربل، په لندن کې اغلې فهیمه ذهین چې په انګلستان او اروپا کې له کډوالو سره کار کوي، او ښاغلی ریاض سادات چې په لندن کې د اقتصادي تګلارو په برخه کې ماسټري کوي.

اړونده مطالب