غني: د هرات امنیت لپاره اقدامات کېږي

د انځور حقوق .
Image caption خلکو له ولسمشره د ټول ښار او په ځانګړی توګه د مذهبی اماکنو د امنیت د ټینګښت اقداماتو غوښتنه وکړه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هرات ځانمرګي برید قربانیانو له خپلوانو سره خبرو کې ویلي، حکومت به په دغه ښار کې د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات وکړي.

غونډې ته خبریالان نه و بلل شوي، خو د غونډې ګډونوالو بي بي سي ته ویلي، خلکو له ولسمشره د ټول ښار او په ځانګړی توګه د مذهبی اماکنو د امنیت د ټینګښت، د وروستۍ پيښی د رڼې څېړنی او له هغو کسانو سره د قانوني چلند غوښتنه وکړه چی د دوی په باور ښایي د دی وروستۍ پېښی په تړاو یې غفلت کړی وي.

داعش ډلې ویلي، هرات کې پر جومات برید دوی کړی

د هرات وسله وال برید کې شپږ کسان وژل شوي

هرات کې پر بهرنیو سېلانیانو برید کې شپږ تنه ټپیان شوي

دوی ویلي، ولسمشر نسبتاً لنډې خبرې وکړې او د غوڼدی له ګدونوالو یې غوښتنه وکړه چې په دوو اونیو کې د هغو ځایونو د امنیت د ټينګښت په اړه یوه طرحه جوړه او کابل ته ولېږی چې تر ګواښ لاندې سیمی بلل کېږی.

ولسمشر غني وروسته په هرات کی د ۲۰۷ قول اردو قوماندانۍ ته د هرات او سیمې امنیت ارزونې په موخه تللی و. د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي په یوه خبری غونډه کی وویل:

''موږ د دې ترهګریزو بریدونو د غندلو ترڅنګ دا اعلانوو چې هر یوه چارواکي چې د خلکو د امنیت په ټیګښت او په ځانګړې توګه د وروستۍ پېښې په تړاو یې غفلت کړی وي له هغه سره به قانوني چلند کېږی او ښایي کابل ته ولېږل شي ''

نوموړي زیاته کړه، چی د هرات ټولو اوسېدونکو ثابته کړه چې په دې ډول پېښو سره به د خلکو ترمنځ درزونه رامنځ ته نه شی.

د سې شنبې پر ورځ د هرات په سویل کې پر جوادیه جومات د دوو ځانمرګي بریدونو پایله کې نژدې ۳۰ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د انځور حقوق .
Image caption ولسمشر غني وروسته په هرات کی د ۲۰۷ قول اردو قوماندانۍ ته د هرات او سیمې امنیت ارزونې په موخه تللی و

په پام کې ده ولسمشر غني به سبا د ایران ولسمشر د لوړې مراسمو کی د ګډون لپاره ایران ته ځی او له ایراني مشرانو سره به هم لیدنه کوي. ښاغلی مرتضوي د دی پوښتنې په ځواب کې چې د اوبو د مدیریت د څرنګوالی په اړه به هم په ایران کې خبرې وشی که نه، څرګند ځواب نه دی ورکړی، خو په خبره یې د دواړو هېوادونو تر منځ پنځه جوړې شوې کمېټې به پر فرهنګي، ګمرکي، مخدره توکو سره مبارزې او امنیتي مسایلو خبرې وکړي.

دا ورستیو کې ایراني چارواکو په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړولو په تړاو سخته اندېښنه ښودلې. د ایران ولسمشر دا هم ویلي و چې په دې اړه بې تفاوته نه شي پاتې کېدای، خو ایران ته د افغان ولسمشر د سفر رسمي هدف د ولسمشر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې ګډون کول بلل کېږي.

ورته مطالب